خبرتياوې او بېلابېل
په پېښور کې د يوشمير افغان ليکوالو او شاعرانو له د افغان کلتوري ټولنې په نوم فرهنگي بنسټ کېښودل شو په دې اړه د پېښورد مهاجرو په رياست کې غونډه شوه چې په کې گڼو ليکوالو اود ادب مينه والو برخه واخېسته
د لغمان ولایت د ابادۍ او پرمختګ د روان کال په بهیر کې په یوه ورځ د کرنیزې ودې او انکشاف په ډګر کې د قرغیو ولسوالۍ د بلوچ ۷۰۰۰ متره کانال،د برګمین د ابیارۍ د ۴۸۰۰ متره کانال،د قرغیو ولسوالۍ د الو کانال او د مهترلام ښار دسرک غاړي د ۲۴۶۰ متره ویالې جوړونې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
پلاني تی (ته يې ) ور کړئ چې نس يې لوی دی. دا په میدان کې د ښځینه سندرو یو سر دی، چې اکثر په ودونو او کله په نورو خوښیو او مېلو کې ویل کېږي.
په لغمان کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د دولس زرو کورنیو لپاره د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې د نوي ښار ګوټي پروژه چې پلان او نقشه یې له وړاندې منظوره شوې وه، نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي او یو شمېر قومي مشرانو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره رسما پرانېستل شوه او په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه یې د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه، د ملکیت سندونه په واک کې ورکړل شول.
د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ په هېواد کې د روانې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو او د یوی عزتمنۍ سولی چي تل پاتي ټېکاو، یوالې، قانونېت او سرلوړي یې پایله وی د یو بین الاافغانۍ اجماع او حل لاري د رامنځته کولو پر موخه کار کړي.
د لغمان ولایت مقام په نوښت د ( مخکښ اتلان ستایو ) تر سر لیک لاندې د افغانستان د فري فایټ او کرکټ لوبو یو شمېر مخکښ قهرمانان چې د نړۍ په کچه یې د افغانستان بیرغ رپانده ساتلی و، نن د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري په ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول.
کليوال ملګري ټولنه په غزني کې يوه خپلواکه، ناپېيلې او بې پرې ټولنه ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په غزني کې خپل فرهنګي، مدني او کلتوري فعالیتونه تر سره کوي او له دې لارې يې ډېر فکرونه روزلي دي. د لېندۍ میاشتې په اوومه نېټه د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په ياده ټولنه تور پورې کړ، چې کليوال ملګري ټولنه د پاکستانۍ ای، ایس، ای منحوسې استخباراتي شبکې سره اړيکې لري.
په خورا تاثف سره مو خبر واخیست، چې په سوله او رښتینولي مین لیکوال اوشناند ښاغلی نظرمحمدمطمئن دکابل استخباراتو نیولی دی.
ټال له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي مهالنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له دې ولایت څخه په پښتو ژبه خپره شوه، د دې خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی نجیب الله پاڅون دی. د ټال په مهالنۍ کې د ماشومانو لپاره ګڼ مطالب خپاره شوي، چې له هغې جملې نه شعرونه، کیسې، ټوکې، روغتیايي معلومات، ساینسي معلومات، د ماشومانو فولکلوریک شعرونه او هر اړخیز ګټور معلومات چاپ شوي، د ټال په لومړنۍ ګڼه کې لاندې مطالب خپاره شوي، چې دلته یې صرف نومونه اخلو.
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکي وایي. ښوونکي د وګړو او بشري ټولنو روزونکي دي،په ټولنه کې ځانګړی ځای او ارزښت لري، ځکه ښوونکي د پوهې چینې او د رڼا ډیوې دي، د زړونو او ذهنونو د روڼولو ډیوې، هغه ډیوې چې د انساني او باعزته ژوند لارې او لوري راته روښانوي. د همدوی د هلوځلو، لارښوونو او سپارښتنو له برکته وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرېمانه لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.
ویاړمن افغانستان او مظلوم، خو باشهامته افغان ولس له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او ځوانانو وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د لویو لوبو ښکارشوې ده. د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له سلګونو افغانانو چې پوهان، علمي او فرهنګي شخصیتونه ، قومي مشران او د ښځو او ځوانانو استازي پکې شامل وو، د سلا او مشورو په نتیجه کې د سولې په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ:
دامريکا د ورجېنا ايالت کي د لوې اختر د لمانځه خبرتيا
د لوی اختر د مبارکۍ پيغام - او د لمانځه خبرتيا
انجنیر سید احمد شاه سادات چې لوړې زده کړې یې د مخابراتو په برخه کې دماسټرۍ تر کچې په انګلستان کې پای ته رسولي،او تر څنګ یې د یوه متخصص په توګه په بېلابېلو نړیوالو، اروپایي او منځني ختیځ هیوادونو کې دندې تر سره کړي د ولمسشر غني له لوري د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو.
د اسد په ۲۴مه د ځوانانو چارو معینیت او مشرانو جرګې په نوښت او د ملګرو ملتونو ادارې په مالي مرسته جوړ شوی د ځوانانو روزنیز پارلمان کابل کې پرانستل شو.
لکه څرنګه چېد څو لسیزو را پدېخوا امریکايي نیواکګر په افغان وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه لري خو د 2001 میلادي کال څخه تر ننه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه کېږي دغه امریکایي یرغلګر زمونږ په ګران هیواد باندې د یو داسې پوځ په مټ مستقیم تیری کړی چې په هر اړخیزه مډرنه او پرمختللې ټکنالوجي سنبال او روزل شوی
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه، د سپېڅلي روژې په پای کې ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .
په جرمني کې د کنړ کلتورې ټولنې د روان ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جولاې د میاشتې په شپاړسمه نیټه د کولن په ښار کې د کنړ سیند د دودیزې مشاعرې د جوړیدو تابیا کړې.
دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښار کې مېشتو افغانانو دخپل ګران هیواد د ارضي تمامیت ساتلو او متجاویزپاکستان دمحکومولو په موخه د راتلونکې جمعې مبارکې په ورځ، چې د روان ۲۰۱۶زکال دجون میاشتې له څلورویشتمې نېټې سره سمون خوري د یولوی لاریون تابیا نیولې ده.
د ولسي جرګي غړي حاجی محمدنذیر احمدزی مور بی بی په حق رسیدلي ده
د افغاني سرې مياشتې ټولنې او په افغانستان کې د قطر سرې مياشتې ټولنې نماينده ګي ترمنځ د يو موافقه ليک په اساس نن د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي ۱۷مه نېټه د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي په همغږۍ د لغمان مرکز او قرغيو ولسوالۍ 500 اړمنو(بې سرپرسته، کونډو، معيوبينو، معلولينو او بيځايه شويو) کورنيو ته نن د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، په افغانستان کې د قطر هېواد سرې مياشتې د استازي احمد العثماني، د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي رياست د کارمندانو او رضاکارانو د ولايتي شورا د مرستيال انجنير اجمل وفا او وکيل محمد ظاهر حسين خيل او همدارنګه نورو بېلا بېلو ادارو د رئيسانو په لاسونو و وېشل شوه.
د بدخشان معادنو د چپاولګران او اداری مفسدینو په هکله یو څو کرښی.
هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې وستایل شول: تر دې سرلیک لاندې )هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې( په لومړي ځل د ټول هېواد په کچه د لغمان ولایت مقام له لوري د جرګو په کور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه وشوه چې خپله بې سواده مګر د ژوند د سختو شرایطو او تپل شوي جنګ باوجود یې د لاس په تڼاکو او د خولو په تویولو خپل اولادونه روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.په دغه مراسمو کې د لغمان او نورو ولایتونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه. لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرانیستونکې وینا پرمهال وویل ویاړم چې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه کوم چې د لاس په تڼاکو، د خولو په تویولو ،د ژوند د سختو ستونزو، ننګونو او تپل شوي جنګ باوجود یې د هېواد په ترینګلو
افغان ټولنیز نیټورک غړي د افغان دولت پر مشرتابه او د کندهار په ټولو امنیتي او ولایتي مسولینو غږ کوي چې ژر ترژه ددغي معصومې زده کوونکې وحشي قاتلین پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.