کرکټ: پرمختګ
د پژواک خبري اژانس ويلي دي چې د افغانستان د ۱۹ کالو څخه د کم عمر د لوبډلې ۵ لوبغاړي او روزونکی یې په کاناډا کې پټ شوي دي او بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.
د افغانستان د ۱۹ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو کرکټ ملي لوبډلې د غوره کولو په موخه پرون په پلازمېنه کابل کې تجربوي لوبې پيل شوې.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان جاوید میاداد جیو نیوز ته ویلي دي چې تیار دی افغان ملي لوبډله وروزي.
د لوګر والي عتیق الله لودین د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ته په ارجنټاین کې د بري له کبله د لوګر په نوي ابادیدونکي ښارګوټي کې یوه یوه نمره ځمکه ورکړې ده.
پس له هغې چې د افغانستان د کرکټ لوبډله د ارجنټاین د سیالیو اتله شوه، د افغانستان د کرکټ په اداره کې اختلافات بیا رابرسېره شوي دي.
د شمشاد تلویزیون قدرمنو هیوادوالو ته، په ځانګړې توګه د ګران هیواد ښاغلو سوداګرو چا چې په شخصي توګه او یاد دکوم شرکت په استازیتوب ( دشمشاد تلویزیون په وسیله) د کرکټ د ملي لوبډلې داتلانو سره د نقدي مرستې ژمنه کړې ده او یا مرسته کول غواړي نو موږ سره دې په لاندې شمېره اړیکي ټينګي کړي.
د شمشاد ملي تلویزیون بېګاه شپه د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې په ویاړ نمانځنغونډه وکړه.
د کرکټ د نړیوالې ټولنې (ICC) مشر هارون لورګات پرون د ICC په یوه غونډه کې د افغان لوبډلې د بې ساري کوښښ او د غورواي اخري پړاو ته د رسېدو ښه ویلي دي.
د شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک د فدراسون په مشرالله داد نوري تور لګولی چې د ولایتونو استازو ته یې د فدراسیون په ټاکنو کې "ډالر" ورکړي دي تر څو الله داد نوري د فدراسیون د مشر په توګه وټاکي.
د افغانستان د کرېکټ فدارسیون پرون په کابل کې د نوي مشر د ټاکلو دپاره ټاکنې وکړې. الله داد نوري او تاج ملوک د فدراسیون د مشرۍ دپاره ځانونه کاندید کړي ؤ.
د افغانستان د کرېکټ د فدارسیون مشر شهزاده مسعود چې له پنځه کالو راهیسې د فدراسیون مشر او د کرېکټ د ملي لوبډلې د یو لړ بریالیتوبونو ملګری ؤ اعلان کړی دی چې له دندې یې استعفا کړې ده.
افغان ولسمشر نن د ګل خانې په ماڼۍ کې افغان اتل روح الله نېکپا ته چې د المپیک په لوبو کې یې د برونز یا ژیړ مډال ګټلی و د غازي امان الله خان مډال ورکړ. د ګل خانې ماڼۍ ته په اولمپیک کې درې نور برخه اخستونکي لوبغاړي هم ورغوښتل شوي و چې درې واړو ته نغدي جایزې ورکړل شوې.
د آسیا د کریکټ د شورا ګورتپاڼه وایي چې په افغانستان کې د اتصالاتو د تیلي فوني شرکت په مرسته افغان کریکټ فدراسیون په انټرنټ د پاڼې د جوړولو هوډ لري.