ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
لړليک

ضـــــرورت

شپه په پخيدو وه، تازه،تازه مې سترگې سره ورغلې ولې، خو د دروازې د بې دريغه ټكاري سره بيدار شوم. سودا مې شوه، دروازې ته ورغلم او د وره تر شا مې وپوښته:
- څوك يې؟
- يار، زه يم سرمست؛ ته لږ بهر راووځه! څه ضروري كار درسره لرم.
دروازه مې خلاصه كړه، ستړي مشي مې ورسره وكړه او په داسې حال كې چې په سترگو مې گوتې موښلې او اوږده اوږده اسويلي مې ايستل؛ ورته ومې ويل:
سرمست خان، خداى دې خير كړي، څنگه دې په دې ناوخته پيښه راوكړه؟
- يار، حال د ويلو نه دى، خو څه مې كړي وى، ضرورت راپه مخه كړى يم، كه نه په دې نيمه شپه مې له خوبه نه راپاڅولې.
- بيا هم خبره څه ده؟
- خبره خودا ده، چې كور ودانه مې د اولاد بيماره ده، دومره پيسې راسره وې چې هسپتال ته مې پرې ورسوله، ډاكتر وايي چي كيس سنگين دى او اپريشن ته ضرورت دى، كه ته يو دوه زره روپۍ راكړې، نو وبه مې گټې.
- دا څه وايې؟ خداى دې خير پيښ كړي.
- خير به شي، خو ته دومره مهرباني وكړه، ما ته پيسې راكړه، چې ځان هسپتال ته ورسوم.
- بخښنه غواړم سرمست خان، ما سره خو دومره پيسې نه شته، دا سل يو نيم سل روپۍ راسره دي كه په دې ستا چاره كيږي، نو واخله له تا قربان دي.
- يار په سل يو نيم سل مې كار نه شي، څه چاره وكړه، په ډيره مينه مې ځان ته واده كړى، خداى مه كړه كه خبره هاخوا دې خوا شي، نو تباه او برباد به شم.
- سرمست خان، زه به څه چاره وكړم، په دې توره شپه تا ته له كوم ځايه پيسې راوړم.
- يار، كورودانې نه دې راواخله.
- زما له كورودانې سره دومره پيسې نه شته.
- كشر ورور نه دې وغواړه.
- سرمست خان، ته يقين وكړه چې ما كله د خپل ضرورت په خاطر هم د ورور نه پيسې نه دي غوښتي.
سرمست خان لاندينۍ شونډه په غاښونو كې ونيوله، سر يې وڅنډه، د لاسونو حلقه يې تر سټ تيره كړه او څو شيبې يې د اسمان په لور سترگې پاتې شوې. سټ يې وگراوه او ناڅاپه يې زما د بغل جيب ته لاس تير كړ. خداى كول چې زما په بغل جيب كې څه نه وو. خداى به مې پرده كوله چې واسكټ مې په تن نه و، كه نه په تالا شۍ به يې رانه پيسې ايستلې وې، ورته مې وويل:
- سرمست خان، ستا يقين نه راځي، ولټوه، دا ته او دا زما جيبونه.
سرمست چې په دې پوه شو چې له ما څخه يې څه بوده نه كيږي، نو په تلو تلو كې يې وويل:
"يار زه څومره په اميد راغلم، په ټوله محله كې مې په چا زړه ښه نه شو اوتا ته راغلم. ځه، خداى دې خير كړي، غر په غر نه ورځي، خو انسان په انسان ورځي. دا دعا كوه چې كله دې څه ته ضرورت پيدا نه شي او چا ته ونه دريږې.
ما به نور څه ويلي وو، سرمست په خپله مخه لاړ، زه ترې كور ته ننوتم، په كټ كې وغځيدم،يو لړ انديښنو په مخه كړم،ډډه په ډډه اوښتم، خو خداى منې كه مې سترگې سره ورتلې. يو دوست مې سترگو ته نيغ ودريده، چې تير كال يې ميرمن د اولاد د زيږون له وجې خپل ژوند له لاسه وركړى و. په سرمست مې سخته خوا بده شوه، څو ځلې به مې زړه وكړ چې روغتون ته ورپسې پيسې وروړم، خو دې خبرې به پښيمانه كړم، چې د پيښور په دې بې سره بې سامانه روغتون كې به ورپسې چيرته گرځې. خداى مې دې غاړه نه نيسي چې څلورم پار به و، چې سترگې مې سره ورغلې وې. سهار د چاى څښلو وروسته د ږيرې خرييلو لپاره د نايي دوكان ته لاړم، په دوكان كې گڼه گوڼه وه، خپل وار ته كيناستم، ځان مې د ورځپاڼې په لوستلو بوخت كړ، لږه شيبه تيره نه وه چې سرمست خان د نايي په دوكان راننوتو. سترگې يې سرې وې او سترغلي يې پړسيدلي وو. له واره مې پرې غږ وكړ:
سرمست خان! بيمار څنگه دى؟
سرمست په بريتو كې موسكى غوندې شو، خوله يې زما غوږ ته رانږدې كړه او ويې ويل: "يار، تا نه څه پرده،څلور، پنځه زره راسره نغدې وې، هغه خو په ان پن كې لاړې، په لسو زرو كې مې د كورودانې كالي (سره زر) گاڼه كړل، هغه هم لاړې، د حريفانو نه هم قرضدار شوم او دا د لسو نوټ گورې، دا مې هم له يوه نه په دستخوشۍ كې واخيستو. بيمار ميمار نه و، هسې يو گپ و. يار، دا اسره هم ډير بد شى دى، كله ناكله خوجواري هم د بنده ضرورت شي.

2002/ 04/ 11
پيښور لالي باغ