وروستیو سېلابونو هرات او غزني کې لس کسان وژلي

په افغانستان کې د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت وايي، چې هرات او غزني کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه لس کسان وژلي دي. د دغه وزارت مرستیال، اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، چې د نهو کسانو مړینه په هرات او د یوه په غزني کې ثبت شوې او په دغو قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

هند ټاکنې؛ د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند بریا تر لاسه کړې

د هند ټولټاکنو کې له پراخ بري وروسته به د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د پنځو نورو کلونو لپاره واک کې پاتې شي. د پارلماني ټاکنو تر اوسه اعلان شوې پایلې ښيي چې د ښاغلي مودي بي جې پي ګوند د هندي پارلمان له ۵۴۳ څوکیو ۳۰۰ څوکۍ ګټلې دي.

د ولسي جرګې مشر د لانجو له کبله بیا هم مالوم نه شو

د افغانستان ولسي جرګې لپاره د رییس د ټاکلو پر سر لانجه په څلورمه ورځ هم حل نه شوه او د پنجشنبې په ورځ د جرګې فوق العاده ناسته بې پایلې پای ته ورسېده. د جرګې په نننۍ غونډه وکیلان د تېرې ورځې په شان، له څو ګړیو لانجو وروسته له غونډې ووتل او د جرګې د رییس پر سر بحث راتلونکې شنبې ته وغځېد.

هند ټاکنې: د رایو شمېرنه پيل شوه

په هند کې د ولسي جرګې ۵۴۲ څوکیو لپاره د میلیونونو رایه اچوونکو رای شمېرنه پیل شوه. دغو څوکیو ته له شاوخوا ۶۷۰ سیاسي ډلو څخه تر ۸۰۰۰ ډېر کسان نوماند وو. په هندوستان کې د رایې اچوونکو شمېر په اروپا او استرالیا کې د ټولو اوسیدونکو وګړو پرتله ډېر دی.

له ټاکلې مودې وروسته د ملي یوالي حکومت لومړۍ کاري ورځ او د کاندیدانو شورا ګواښ

نن له ټاکلې مودې وروسته د ملي یوالي حکومت د کار لومړۍ ورځ وه، چې د افغانستان سترې محکمې د حکم له مخې یې کاري موده تر راتلونکې اګست میاشتې غځول شوې. بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ته د کاندیدو ۱۲ کسانو شورا د دغه حکومت د چارو دوام غیر قانوني بولي او د مدني نافرمانۍ او اعتراضي غونډه کولو خبره کوي.

د ولسي جرګې د مشر ټاکنې پر سر روانې ناندرۍ

د ستونزې د هواري لپاره ۲۷ کسیزه کمېټه چې د دواړو نوماندانو له پلویانو او بې پرې وکیلانو د دوشنبې په ورځ جوړه شوې، تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته و نه توانېدل واحدي هوکړه ته ورسېږي. د یادې کمېټې ۱۶ غړو ښاغلی رحماني ګټونکی اعلان کړ خو ۱۱ نورو یې دا پرېکړه ونه منله.

د اماراتو 'زرین کارت': زرګونو پانګوالو ته د دایمې اقامې ورکړه

د عربي متحدو اماراتو د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ویلي، د دایمي اقامې د 'زرین کارت' له سیستم نه په ګټې اخیستو به په دې هېواد کې پانګوال، د طب، انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې استثنايي وړتیا لرونکي کسان ګټه واخیستی شي.

''د یو ډالر بیه ۸۰ افغانیو ته ورسېده''

تېر کال په همدې بازار کې یو ځل د یوه ډالره بیه ۷۸ افغانیو ته ورسېده، خو وروسته بېرته کمه شوه، خو له تېرې څه مودې راهیسې افغانۍ پرلپسې د ډالر مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړ. د ډالرو بیې له لوړېدو سره د افغانستان بازارونو کې د بېلا بېلو موادو بیو لوړېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

یونيسف: افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

ملګري ملتونه وايي، وچکالۍ او خوارځواکۍ په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیون ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل وروستي کلني رپوټ کې چې نن (سه شنبه غويي ۳۱) خپور شو ویلي، په دې هېواد کې لاهم د تغذیې وضعیت په خطرناک حالت کې دی.

نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بریدګر په ترهګرۍ تورن شو

د نیوزیلنډ پر جوماتونو بریدګر برېنټن تارنټ رسماً په ترهګرۍ او وژلو تورن شوی دی. په تېره مارچ میاشت کې پر جوماتونو دغه برید کې لږترلږه ۵۱ کسان ووژل شول. په پام کې ده چې تورن استرالیایی به په راتلونکې جون میاشت کې محاکمه شي.

یوناما: فساد افغانستان کې د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په خپل تازه رپوټ کې وايي، د افغان حکومت له هڅو سره سره بیا هم فساد د ډېرو افغانانو پر ژوند اغیز کړی او اداري فساد لا هم په افغانستان کې د اوږمهاله سولې او شفافیت پر وړاندې لوی خنډ دی

افغانستان: په څوارلسو کې لس درمل پلورونکي غیر مسلکي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې له ۱۴ زرو درمل پلورنځیو په ۱۰ زره هغو کې یې غیر مسلکي کسان ناست دي. له دې تشې د قاچاقي او جعلي درملو کاروباریان ښه ګټه کوي.

ټرمپ: جګړه به د ایران د تباهۍ په معنی وي

په داسې حال کې چې د ایران د انقلاب 'پاسداران' قومندان مخکې ویلي وو،‌ ایران له امریکا سره جګړې ته 'بشپړ چمتووالی' نیولی، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تونده لهجه ایران ګواښلی،‌ که د امریکا ګټو ته خطر پېښ کړي، تهران به ویجاړ کړي.

"د افغانستان کابو ۴۷ سلنه وګړي رواني ستونزې لري"

د یوې نوې ترسره شوې سروې پایلې ښیي چې د افغانستان کابو ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي. خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي. جګړه، بېوزلي او نامالوم راتلونکی افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کېدو لوی لاملونه دي

ولسي جرګه؛ د ریاست پر سر ناندریو درېیمه ورځ هم دوام درلود

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې لپاره د مشر پر ټاکلو ناندرۍ درېیمې ورځې ته وغځېدې. په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید احمد سېلاب وايي کله چې میر رحمن رحماني نن د ولسي جرګې د رئیس په څوکۍ کېناست، نو د یو شمېر وکیلانو له لوري له څوکۍ ښکته کړل شو