ناټو، هند او پاکستان د کندهار برید وغانده

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان، د هند لومړي وزارت دفتر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دغه هېواد لومړي وزیر په کندهار کې پرونی برید وغانده. د کندهار په برید کي- چې د والي دفتر کې وشو- د کندهار والي ټپي، خو امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس، د انساني سرچینو مشر او د ملي تلویزیون کمره مین وژل سوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د زلمي ویسا کلپ خپور کړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فېسبوک پاڼه د کندهار د ټپي شوي والي زلمي ویسا کلپ خپور کړی دی. په دې کلپ کې زلمی ویسا لیدل کېږي چې د روغتون پر بستر پروت دی، خو وضعیت یې ښه ښکاري. ښاغلي ویسا پرون د ولایت ماڼۍ برید کې ټپي شوی و.

''جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید کې وژل شوی دی''

تازه معلومات ښيي، د کندهار ولایت ماڼۍ کې دننه ډزې شوې او یوې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وژنه تایید کړې ده. رپوټونه وايي، د پېښې پر مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر هم هلته موجود و. وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

د 'ایران تابعیت لرونکي' نوم د کاندیدانو له لسته لیرې شو

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسي جرګې نوماندانو له وروستي لیسته یې اوه کسان د ځینو سرغړونو له امله لیرې کړي دي. د ټاکنو کمیسیون وايي، په لیرې شویو کسانو کې ځینو یې له خپلې دندې استعفا نه وه کړې یا یې قانوني عمر نه و پوره کړی.

د کریمیا کالج کې زدکوونکي خپل ۱۹ ملګري ووژل

له روسیې سره د یو ځای شوې کریمیا په یوه کالج کې وسلوال ۱۹ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپي کړل. پلټونکي وایي، یوازې په ټوپک کسان ویشتل شوي، خو خلک د یوې یا څو چاودنو خبره هم کوي.

حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته خپله استعفا وړاندې کړې. نوموړي ویلي، په "حکومت کې خپل دوامداره شتون د افغانستان د خلکو له اساسي حقونو د دفاع برخه کې اغېزناک نه ګڼم او د خپل ولس ترڅنګ به زما شتون ګټور وي."

د ۶ کلنې پاکستانۍ نجلۍ قاتل اعدام شو

پاکستان د ۶ کلنې زینب انصاري د وژلو او جنسي تېري په تور، عمران علي اعدام کړی. د تېرې جنورۍ پر څلورمه قصور کې اوه کلنه زینب ترۍ تم شوه، چې د یادې میاشتې پر نهمه نېټه یې مړی کور ته څېرمه په یوه ډېران کې وموندل شو.

افغان ټاکنې: ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان چاودنه کې ووژل شو

د افغانستان سوېلي هلمند لښکرګاه کې ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر برید شوی، چې د هلمند د والي د ویاند عمر ځواک په خبره، ښاغلی قهرمان په دې برید کې شوی او اوه نور کسان ټپیان شوي.

جمال خاشقجي قضیه: مایک پومپیو سعودي ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سه شنبې پر ورځ سعودي عربستان ته ورسېد د شهزاده محمد بن سلمان په ګډون یې له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره لیدنه وکړه. ویل کېږي چې په دې ناستو کې سعودي خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو پر موضوع خبرې شوي.

د ایران د سپاه پاسداران ۱۴سرتېري تښتول شوي

د ایران سیستان بلوچستان کې فعال جیش عدل ډله وايي، چې د دغه هېواد ۱۴ سرتېري دوی تښتولي دي. دا ډله ځان د سنیانو په تېره د سیستان بلوچستان د خلکو مدافع بولي. له بلې خوا د ایران سپاه پاسدران هم د دې سرتېرو تښتول کېدل منلي دي. ایران دا ډله ترهګره بولي.

د خاشقجي قضیه؛ ښايي سعودي یې تېروتنې سره وژل ومني

د امریکا سي اېن اېن تلوېزون وايي، سعودي چارواکي د داسې رپوټ خپرول غواړي چې ووايي، جمال خاشقجي د پلټنې پر مهال تېروتنې سره وژل شوی دی. له بلې خوا ترکي پولیس په لومړي ځل په استانبول ښار کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوتلي چې دوه اونۍ وړاندې پکې جمال خاشقچي تری تم شو.

افغان ټاکنې: له دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر د دوشنبې په ورځ کابل کې له دیني عالمانو وغوښتل چې خلک وهڅوئ له خپلو رایو د ټاکنې په ورځ سمه ګټه واخلي. د ټاکنو کمېسون دا ګام په داسې مهال دی چې تېره اونۍ طالبانو په یوه بیانیه کې له افغانانو وغوښتل چې رایه ور نه کړي.

احمد ولي هوتک کابل کې په چړو وهل شوی

د هوتک ترورزوي فهیم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي اوس په ایمرجنسي روغتون کې د احمد ولي هوتک درملنه کېږي او ډاکترانو ورته ویلي چې روغتیايي حالت یې ښه ده. د فهیم په وینا احمد ولي نن روسیې ته د سیالۍ لپاره روان و.

هند کندوز کې برېښنا بند جوړوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي یوې هندۍ کمپنۍ په کندوز ولایت کې خان اباد دویم بند جوړوي. چارواکي وايي، دا بند به ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا تولیدوي او ۴۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي. د دې بند جوړېدلو سره کندوز ښار کې ۱۸ زره کورنیو ته برېښنا رسېږي.

د اندړو ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد و نقیض رپوټونه

د غزني د اندړو ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض رپوټونو ترلاسه شوي دي. وسله وال طالبان وایي چې د اندړو ولسوالي یې نیولې او حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې. خو د افغانستان د دفاع وزارت د ولسوالۍ د سقوط خبره رد کړې او وایي هلته سخته جګړه روانه ده.