بلخ کې د افغان هوایي پوځ چورلکه لوېدلې ده

په بلخ ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند منلې ده چې د افغان هوایي پوځ یوه چورلکه نن سه شنبه مازدیګر د پوځي تمرینانو پر مهال د مزار - حیرتان لویې لارې په اوږدو کې لوېدلې ده. دفاع وزارت وایي چې دې پېښه کې ۷ کسان وژل شوي دي.

یوناما: طالبانو د افغان ټاکنو بهیر کې ولسي وګړي په نښه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د تېرې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ ۲۷۷ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې وه، چې له ډلې یې ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۴۹ نور ټپیان شوي وو.

امریکا په سوریه کې د عملیاتو له امله پر ترکیې بندیزونه ولګول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ترکیې د مالي بندیزونو لګول تایید کړي، چې موخه یې په شمالي سوریه کې د کردي ځواکونو پر ضد د روانو ترکي عملیاتو درول دي. واشنګټن د ترکیې د دفاع، کورنیو چارو او انرژۍ وزارتونه په تور نوملړ کې اچولي او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړې دي.

سټولټنبرګ: طالبان باید د سولې خبرو کې نرمي ښکاره کړي

د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ ویلي، که افغان طالبانو امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو یو ځل بیا پیل شي نو ناټو به یې هرکلی کوي، خو له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده چې د مذاکراتو پر مېز نرمي ښکاره کړي او له خپلو ځینو غوښتنو دې تېر شي. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ناټو د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده.

ولسمشرۍ ټاکنې؛ د رایه اچوونکو شمېر کم شوی

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د دې کمېسیون مرکزي سیستم ته د ۲۲ زره او ۵۸۸ ټاکنیزو محلونو رایو په لېږدولو معلومه شوې چې د دې هېواد ولسمشرۍ ټاکنو کې شاوخوا یو میلیون ۷۰۳ زره او ۷۷۳ بایومټریک شوې رایې کارېدلي دي. د ټاکنو کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې په ۶۸۴ ټاکنیزو محلونو کې دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رایې اچول شوې وې.

کردانو او د سوریې پوځ د ترکیې مخنیوي لپاره تړون وکړ

په سوریه کې کردان وايي چې د دې هېواد حکومت ورسره منلې چې خپل ځواکونه شمالي پولي ته ولېږي او د ترکیې د عملیاتو پر وړاندې له دوی سره ودریږي. د سوریې حکومتي رسنیو راپور ورکړی و چې حکومتي ځواکونه د دې هېواد شمال کې مېشت شوي دي.

"افغان حکومت د زابل له دای چوپان ولسوالۍ وتلی دی"

د سویلي زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ د برخلیک په اړه ضد و نقیض رپوټونه ترلاسه شوي. د افغانستان دفاع وزارت وایي د دې ولسوالۍ مرکز یې بل ځای ته اړولی چې ځایي وګړي په آسانۍ چارواکو ته لاسرسی ومومي. خو طالبان وایي چې دغه ولسوالي یې په بشپړه نیولې ده

یوناما: ټاکنیزې ډلې دې د رایو شمېرلو په بهیر ځان سم پوه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما بې له دې چې د چا نوم واخلي، نن د یکشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له ټولو برخه والو غوښتي چې د نظر له ورکولو وړاندې دې د رایې شمېرلو د بهیر باندې ځان سم پوه کړي

'افغانستان کې له طبیعي پېښو زیانمنونکو سیمو ته نقشه جوړه شوې'

بېړنیو پېښوته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د احتمالي زیانمنېدونکو سیمو لپاره یې یوه نقشه جوړه کړې ده. یاد وزارت دغه څرګندونې د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

کورنیو چارو وزارت: د پولیسو بدچلند په تړاو د ملي شورا غړو ادعا څېړو

بي بي سي ته یوې امنیتي سرچینې ویلي، په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې مریم سلېمانخېلې موټر شاوخوا د یوه ساعت لپاره محاصره وو چې بالاخره د نوموړې ساتونکو پولیسو ته وسلې تسلیم کړې. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي شورا د هغو غړو ادعاوې به وڅېړي چې ویلي یې دي، پولیسو له دوی سره ناسم چلند کړی دی.

ټاکنو خپلواک کمېسیون د عبدالله د مرستیال څرګندونې رد کړې

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال مشر عصمت الله مل له بي بي سي سره مرکه کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید عبدالله عبدالله مرستیال اسدالله سعادتي څرګندونې رد کړې چې ویلي یې و کمېسیون کې دننه ځینې کړۍ تقلبي رایې سیسټم ته دننه کوي.

جنسي ځورونه؛ د فوټبال پر افغان چارواکي د فیفا بندیز

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی پر سکرتر جنرال د پنځه کلونو لپاره بندیزونه لګولي. دې ادارې پر علي رضا اقازاده وروسته له هغه بندیز لګولی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له هغه د جنسي ځورونو شکایتونو کړي. فیفا په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی اقازاده یې تر پنځه کلونو د فوټبال په هر ډول فعالیت کې له برخې اخېستو محروم کړی دی.

برتانیا: مانچسټر کې یوه سړي پر پنځو کسانو د چړې ګوزارونه کړي

د برتانیا مانچسټر کې پولیس وايي یوه مارکیټ کې یوه سړي پر پنځو کسانو د چاکو ګوزارونه کړي او ټپیان کړي یې دي. پولیس وايي د ترهګریز برید له شکونو سره یې په دې تړاو یو ۴۱ کلن سړی نیولی دی. د پولیسو یوه ځايي مشر مرستیال روس جاکسون په یوه خبري غونډه کې دا یو 'ناڅاپي' او 'سخت' برید بللی دی.

سوریه کې د ترک پوځ بریدونه، 'لسګونه کسان وژل شوي دي'

د سوریې شمال ختیځ کې د کردانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترک پوځ بریدونو له ډېرېدو سره د مرګژوبلې شمېر هم په ډېرېدو دی. رپوټونه وايي، دغو بریدونو کې د ۱۱ ملکي کسانو په ګډون د ایس ډي ایف نومي کرد وسله وال ځواک او ترکي پلوه ډلو لسګونه وسله وال وژل شوي دي. رپوټونه وايي د سوریې په شمال ختیځ کې لسګونه زره کسان له خپلو کلیو - کورونو تښتېدلي دي.

هندۍ ناوې د خسرګنۍ شپږ کسان په زهرو وژلي

د هند سویلي ایالت کېراله کې پر یوې ښځې تور پورې شوی چې د خپلې کورنۍ شپږ غړي یې په زهري موادو وژلي دي. د دې ایالت محکمې ته له رسېدو وروسته هغه تورنه شوې چې دغه کسان یې د ساینایډ په نوم کمیايي موادو په مټ وژلي دي. پولیس وايي، جولي شاجو د شپږ کسانو پر وژنه اعتراف کړی او په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.