ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، که د امریکايي او طالب استازو تر منځ پر اوربند هوکړه و نه شي د سولې لپاره به د افغانستان او امریکا ګډې هڅې پایلې و نه لري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ''د تاو تریخوالي کمول ډېر وضاحت نه لري او خلک غواړي چې اوربند وشي او سوله راشي.''

2020-01-18 پښتو BBC

'زابل کې ۱۶ پولیس او قومندان یې طالبانو ته تسلیم شوي'

د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په دې ولایت کې د پولیسو یو قومندان او دده ۱۶ کسان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي. بلخوا طالبانو ادعا کړې چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.

2020-01-18 پښتو BBC

د مشهور دعوتګر احمد دیدات زوی یوسف دیدات په ډزو وژل شوی

د سوېلي افریقا ډوربن ولایت په ویرولا ښار کې د اسلامي دعوتګر احمد دیدات د زوی یوسف دیدات د مړینې خبر خپور شوی. پر نوموړي د چارشنبې په ورځ له شا نه ډزې وشوې، چې بیا روغتون ته یووړل شو. نوموړی پر سر په مرمیو لګېدلی و.

2020-01-18 پښتو BBC

د الوتکې غورځېدو بحران: د ایران مذهبي مشر د خپل هېواد له پوځیانو دفاع کړې

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي له هغه وروسته د خپل هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو دفاع کړې، چې دوی ومنله په تېروتنه یې مساپر لېږدونکې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې وه. نوموړي د سپاه پاسدران نومي ځواک په ستایلو سره ویلي، دې ځواکونو د 'ایران دفاع کړې'

2020-01-17 پښتو BBC

د ۱۹ کلنو کرېکټ جام: افغانستان سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سويلي افريقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په کیمبرلې کې د نننۍ لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او لومړی یې د‌ افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د لوبې نیمايي کې هدف بشپړ کړ او بریا یې خپله کړه. دا لومړی ځل دی چې د کرېکټ په لوبه کې افغانستان سویلي افریقا ته ماتې ورکړې.

2020-01-17 پښتو BBC

"طالبانو او امریکا د تړون لاسلیکولو پر مراسمو خبرې کړې"

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټوټیټ کې له امریکايي مرکچي ډلې سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې. ښاغلي شاهین دغه خبرې چې پرون او وړمه ورځ ترسره شوې ګټورې بللې او ویلي دي چې د خبرو دا لړۍ به څو ورځې دوام وکړي.

2020-01-17 پښتو BBC

''د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی''

د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته د نوم نه یادولو په شرط وویل، د دغه وزارت لوی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې ډګر جنرال عبدالصبور قانع پر دغه دنده ګومارل شوی دی.

2020-01-16 پښتو BBC

قريشي: طالبانو د تاوتريخوالي کمولو لپاره چمتوالى ښوولى

ښاغلي قریشي دا خبرې په یوه ویډیو پيغام کې کړې چې نن د نوموړي د رسنيزې ډلې لخواه خپور شوې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل : "نن یو ښه پرمختګ مخې ته راغلى. طالبانو د تاوتریخوالي کمولو د غوښتنې منلو ته تیارى ښوولى دى "

2020-01-16 پښتو BBC

ارګ: هیله ده د ایران-امریکا کړکېچ د سولې بهیر اغېزمن نه کړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي هیله من دي چې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا د افغانستان د سولې بهیر اغېزمن نه کړي. له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا له افغان سولې د خپل هېواد ملاتړ اعلانوي او وايي، هېواد یې له افغان حکومت سره تلپاتې او رغنده همکارۍ ته ژمن پاتېږي.

2020-01-16 پښتو BBC

د روسیې ټولې کابینې استعفا وکړه

روسیه کې حکومت له هغه څو ساعته وروسته استعفا کړې، چې ولسمشر ولادیمر پوتین په اساسي قانون کې داسې پراخ بدلونونه وړاندیز کړل چې د نوموړي لپاره په واک کې د پاتې کېدو لامل کېدای شي. ښاغلي پوتین له ښاغلي مېدیودیفه غوښتي، د امنیت ملي شورا مرستیال شي، چې ښاغلی پوتین یې مشري کوي.

2020-01-15 پښتو BBC

د ټاکنیزو کمېسیونو د پخوانیو مشرانو سزا نیمايي ته کمه شوه

د استيناف محکمې د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانيو مشرانو ته مخکې ورکړل شوې پنځه کلن بند سزا دوه نيمو کالونو ته راټیټه کړه. دوی په لومړۍ محکمه کې هر یو په پنځه کاله بند محکوم شوي وو.

2020-01-15 پښتو BBC

ولسمشر غني: غصب شوې ځمکې به خپلو څښتنانو ته وسپارو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت به د ځمکو د غصبوونکو نومونه په ډاګه او غاصبان به ممنوع الخروج کړي. د نوموړي په خبره، د غاصبانو له خوا د غصب شويو ځمکو نوملړ به جوړ او غصب شوې ځمکې به خپلو اصلي څښتنانو ته ور کړل شي.

2020-01-15 پښتو BBC

د هرات جومات خطيب: که حکومت څه ونکړل د اخلاقي فساد عاملینو ته سزا ورکوم

د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان چې د مذهبي پولیسو په جوړولو یې په خپل سر تورنو کسانو ته د سزا خبر ورکړی و، د خپلو کړنو ننګه کړې. مولوي مجيب الرحمان بي بي سي ته وویل کله چې حکومت د اخلاقي فساد او جرمونو مخه نه شي نیولی، دا د دیني مشرانو دنده چې مټې ونغاړي.

2020-01-14 پښتو BBC

د اوکراينۍ الوتکې له ويشتلو سره په تړاو څو تنه نيول شوي

ایراني چارواکي وايي په تهران کې پر توغندي د ویشتل شوې اوکرینۍ الوتکې په تړاو یې څو تنه نیولي دي، په دې اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د ایران ولسمشر وايي ځانګړي محکمه به دا قضیه څېړي.

2020-01-14 پښتو BBC

پاکستان کې د یخ له امله ۲۷ کسان وژل شوي

تېره ورځ پاکستان واکي کشمیر او بلوچستان کې د پرلپسې باران او واورې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي. د ژوب کمشنر سهیل خان وايي، دغه سیمه کې تودوخه منفي ۱۳ درجې ده او له امله یې پر سړک پوره چلښت نه کېږي.

2020-01-14 پښتو BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more