ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

افغانستان له ويسټ انډيز او ايرلنډ سره ١٠ لوبې کوي

د ٢٠١٧ کال په پسرلي او دوبي کې افغانستان لومړى له ايرلنډ سره او بيا له ويسټ انډيز سره لس يو ورځنۍ او شپږ شل اوريزې لوبې کوي چې په هند او ويسټ انډيز کې به ترسره شي.

2016-07-25 پښتو BBC

د فلوریډا شپې کلب کې ډزو دوه کسان وژلي

د امریکا پولیس وايي، د فلوریډا ایالت فورټ میرز ښار د شپې يوه کلب کې ډزې شوې چې لږترلږه دوه کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

2016-07-25 پښتو BBC

د مونیخ برید کوونکی ډېوېډ علي سنبلي څوک و؟

د جمعې ماخوستن په لومړیو شېبو کې د عیني شاهدانو په وینا د پولیسو په حضور کې ایراني الاصله جرمني ډېوېډ (داوود) علي سنبلي ناڅاپي د جرمني بافاریا ولایت مونیخ ښار پر یوه لوی سوداګریز مرکز برید وکړ.

2016-07-25 پښتو BBC

یوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۱۶ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ کسان وژل شوي او پاتې ۳۵۶۵ نور ټپیان دي. وژل شویو کې ۳۸۸ ماشومان او ۱۳۰ ښځې دي. یوناما د د دولت مخالف ځواکونه د ۶۰ سلنه تلفاتو مسوول بللي.

2016-07-25 پښتو BBC

برازیل کې د اولمپیک د مشعل غلا کولو هڅه شوې

د برازیل ساو پاولو ښار په ګاورولوسو کې امنیتي کسانو یو داسې مشکوک سړی نیولی، چې د اولمپیک د مشعل لېږدولو پرمهال یې د دغه مشعل د غلا کولو هڅه کوله.

2016-07-25 پښتو BBC

جرمني کې وژنې؛ پولیسو مونشن یو افغان نیولی

جرمني کې د مونشن ښار پولیس وایي، یو ۱۶ کلن افغان یې نیولی چې د ډېوېډ علي سنبلي له ملګرو دی. سنبلي د تېرې جمعې په ورځ په مونشن کې په یوه پلورنځي کې ۹ کسان ووژل.

2016-07-25 پښتو BBC

د چین تر ټولو لویه 'وچ اوبۍ' (امفبیا) الوتکه

د چین رسمي خبري رسنیو ویلي، په ګرده نړۍ کې یې تر ټولو لویه 'وچ اوبۍ' [امفبیا] الوتکه جوړه کړې ده، چې په دې سره پر بهرنیو الوتکو د تکیې نه کولو یو نوی ګام ګڼل کېږي.

2016-07-25 پښتو BBC

د سوریې کډوال 'د جرمني انسباخ ښار کې چاودنه کړې'

د جرمني چارواکو ویلي، د سویې یوه کډوال، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، په سوېلي انسباخ ښار کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او ۱۲ کسان یې ټپیان کړي، چې د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

2016-07-25 پښتو BBC

د ترافيکې پېښو د مخنيوي هڅې

په بريتانيا کې يو پر څلوره موټر چلوونکي چې عمرونه یې له ۲۴ ښکته دي، له خپلو ازموينو وروسته دوو کلونو کې ټکر کوي. دا چې دغه ډول پېښې کمې شي، په يوه هڅه کې يو نوی ډول ازموينه رامخکې شوې چې له مخې يې مهارتونه ښه او هم پر لارو او سړکونو تګ راتګ خوندي شي.

2016-07-24 پښتو BBC

په لمريزې انرژۍ چلېدونکی ډرون

فېسبوک هيله لري د نړۍ تر ټولو لرې سيمو کې هم د انټرنېټ پياوړی تماس جوړ کړي. د ټولنيزې شبکې دا لوی شرکت پلان لري د يو داسې ډرون په کارولو چې په لمريزه انرژۍ سمبال دی، ميليونونه افريقايان انټرنېټ ته ور وکاږي. دې ډرون خپله لومړۍ ازمويښتي الوتنه پيل کړې.

2016-07-24 پښتو BBC

د کوردي جنګياليو او "اسلامي دولت" جګړه

د بي بي سي فېراس کيلاني د سوريې شمال کې له منبجه دا ځانګړی راپور راستولی، چې کورديو جنګياليو ترې داعش اورپکي په شا تمبولي دي. دې راپور کې ځينې انځورونه ښايي درته زړه بوږنوونکي وي.

2016-07-24 پښتو BBC

د کابل خونړي بريد کې د وژل شويو جنازې وشوې

افغان پلازمېنه کابل کې د بريد قربانيانو جنازې وشوې، چې د ښار لوېديځ کې يې مراسمو ته ګڼ شمېر خلک ورغلي وو. ولسمشر اشرف غني هم نن يکشنبه (۲۴ جولای) خپل هېواد کې ملي وير اعلان کړی. د روښنايي غورځنګ پر لاريونيانو پروني بريد کې د وژل شويو شمېر ۸۴ ته رسېدلی

2016-07-24 پښتو BBC

د ګلبدین حکمتیار د وسله والو مشر کشمیر خان مړ شوی

ويل کېږي نوموړي د شکرې ناروغۍ له امله د ۶۲ کلونو په عمر د پښتونخوا په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده. دی د مجاهدینو له واکمنۍ وروسته له شمالي ټلوالي سره نه و یو ځای شوی او نه یې هم د طالبانو پلوي کړې وه. امريکايي ځواکونو يې پر سر ۴ ميليونه ډالر انعام ټاکلی و

2016-07-24 پښتو BBC

هند: د پاکستان د کشمیر خوب به کله هم رښتیا نه شي

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشماسوراج ویلي، د پاکستان د کشمیر د ازادۍ او له ځانه سره د ګډون خوب به کله هم پوره نه شي. نوموړې وايي "تر قیامته به يې هم همدا خوب رښتيا نشي". دې دا خبرې د نواز شريف د هغو څرګندونو په اړه کړې چې کشمير به د پاکستان برخه شي.

2016-07-24 پښتو BBC

د سوات پر ناامنیو جوړ شوی فلم "بدل"

د پښتنو نامتو ممثل جمال شاه د پښتونخوا په سوات سیمه کې د ۲۰۰۹ کال پر ناامنیو فلم جوړ کړی او دغه فلم ته يې د "بدل" نوم ورکړی دی. جمال شاه وايي، د دغه فلم د جوړېدو هدف يې د پښتنو د کلتور په سمه بڼه وړاندې کول دی.

2016-07-24 پښتو BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more