شاته

مصر کې پر جومات بريد ۱۸۴ تنه وژلي دي

د انځور حقوق EPA

ناپېژندل شویو اورپکو د مصر د شمالي سیمې سینا په یوه جومات کې بمي او د ټوپکو برید کړی، چې د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې ۱۸۴ کسان پکې وژل شوي.

عیني شاهدانو مصري رسنیو ته ویلي پېښه د جمعې د لمانځه پر مهال د بیر العابد په ښار کې شوې.

ځایي پولیس وایي وسله وال په څلورو ګاډو کې راغلل او پر لمونځ کوونکو یې ډزې وکړې.

رپوټونو کې ویل شوی پېښه کې له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان دي. په خپرو شویو تصویرونو کې د جومات پر غولي ډنډ ولاړې وینې ښکاري.

مصر په سیمه کې له اسلامي توندلارۍ سره په جګړه بوخت دی چې له ۲۰۱۳ راهیسې یې لا زیات زور موندلی.

یوه رپوټ کې ویل شوي داسې معلومېږي د برید هدف د امنیتي ځواکونو هغه پلویان وو، چې په دغه جومات کې یې لمونځ کاوه.

د مصر 'ایکسټرا نیوز ' نومي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امنیتي ځواکونو له مشرتابه سره د پېښې په تړاو خبرې کوي.

مصر کې پر کلیساوو له بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

مصر: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۹ ګډوال مړه شوي

تر اوسه معلومه نه ده، دغه برید چا کړی دی. ۲۰۱۳ کال کې چې مصري پوځ د هغه مهال ولسمشر محمد المرسي له واکه ګوښه کړ، دغه هېواد کې سخت دریځو وسله والو یو شمېر خونړي بریدونه کړي دي.

دغو بریدونو کې چې ډېری یې د 'سینا ایالت ډلې ' کړي سلګونه پولیس، پوځيان او ملکي کسان وژل شوي دي. د سینا ایالت ډله له اسلامي دولت نومې ډلې سره اړوند بلل کېږي.