شاته

کاپیسا: په بمبار کې 'یو طالب' او پنځه ملکيان وژل شوي

. د انځور حقوق MOD
Image caption د کاپیسا والي ویاند وايي، له دې عملیاتو هدف په افغانیه دره کې د طالب قومندان مولوي مالک نیول و.

د افغانستان د کاپیسا ولایت چارواکو منلې چې په دغه ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي برید کې یو طالب وسله وال او پنځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د کاپیسا والي ویاند قیس قادري بي بي سي ته وویل، پېښه تېره شپه د نومبر ۲۳مه هغه مهال رامنځته شوه چې افغان ځواکونه د نجراب ولسوالۍ افغانیه درې ته په عملیاتو پسې تللي وو.

نوموړی وايي، له دې عملیاتو هدف په افغانیه دره کې د طالب قومندان مولوي مالک نیول و.

د ښاغلي قادري په خبره، د مولوي مالک ورور (دلاور) د مولوي مالک په امر له افغان ځواکونو سره په جګړه شو، نو افغان ځواکونه اړ شول د هغه کور د بمبار لپاره چې دلاور پکې سنګر نیولي و، هوايي مرسته وغواړي.

د افغان ځواکونو په هوايي برید کې دلاور، دوه ښځې او درې ماشومان چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو هم دغه برید منلی او زیاته کړې یې ده چې بمبار شوې کورنۍ له طالبانو سره څه تړاو نه درلود.

موده وړاندې ملګرو ملتونو پخپل خپاره کړي رپوټ کې وویل، د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بې مخینې ډول زیاته شوې ده.

د ۲۰۱۷ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي کسان وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان شوي چې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

* د کونړ په بمبار کې د وژل شویو په هکله ضد او نقیض خبرې کېږي

* د کندوز بمبار کې د" ۱۴" ولسي وګړو د وژل کېدو خبره کېږي

* پاکستانیو چورلکو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ "بمبار" وکړ