شاته

نړيوالو رسنيو ته کتنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مقاله کې ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ ډېره برخه د خپل جمهوریت پاله ګوند له غړو سره په جنجالونو کې تېر کړ

ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر یوه کال د واکمنۍ په اړه یوه مقاله لیکې.

لیکوال مونس احمر په ډېرو برخو کې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې او پرېکړو غندنه کوي.

په مقاله کې ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ ډېره برخه د خپل جمهوریت پاله ګوند له غړو سره په جنجالونو کې تېر کړ.

لیکوال د ولسمشر ټرمپ د هغې وینا یوه برخه راخیستې چې ده د خپلې لوړې د مراسمو پر وخت کړې وه.

د بېلګې په توګه نوموړي ویلي وو چې امریکا په پردیو هېوادونو کې د نورو د امنیت لپاره او په بې ګټې جګړو کې ملیاردونه ډالره ضایع کوي، او دی به دې پالیسۍ ته د پای ټکی کېږدي.

ټرمپ د ازبکستاني بریدګر اعدامول غوښتي

د ایوانکا ټرمپ له تولیداتو سره پرېکون

ټرمپ او پاکستان

خو لیکوال بیا تور لګوي چې ولسمشر ټرمپ له خپلې دې ژمنې په شا شوی دی او تر اوسه یې د افغانستان له جګړې څخه د لاس په سر کېدو اشاره نه ده کړې.

بلکې برعکس نوموړي د خپلو سلاکارانو په مشوره، هوډ څرګند کړی چې افغانستان ته به نور ځواکونه هم استوي.

ښایي تر راتلونکي پسرلي پورې ۱۰۰۰ تنه نور امریکایي سرتېري هم افغانستان ته ولېږدل شي.

لیکوال همدا رنګه نیوکه کوي چې ولسمشر ټرمپ د شتمنو لپاره مالیه کمه کړې خو د بې وزلو لپاره یې د عامې روغتیا او نورو برخو کې هېڅ کوم کاري پلان نه دی وړاندې کړی.

ټايمز اف انډيا

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یوه ځانګړې مرکه کړې ده.

لومړی وزیر په دې مرکه کې پر اقتصاد، هند پر پهرنۍ تګلاره، ترهګرۍ او نورو ډېرو مسلو خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند لومړی وزیر مودي وایي چې په هند کې جمهوریت وده کړې

ښاغلی مودي په یوه برخه کې وایي، چې د هند د بهرنۍ تګلارې ټول تمرکز یوزاې پر دې نه دی چې پاکستان دې پر نړیوال دریځ د انزوا خوا ته بوځي.

دی ټینګار کوي چې ټوله نړۍ د هر هغه هېواد یا رژیم خلاف ده چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

نوموړی د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستاینه هم کوي او وایي چې ولسمشر ټرمپ د ترهګرو او د هغو د ملاتړ په اړه خپل دریځ بیخي روښانه کړی.

لومړی وزیر مودي همدا رنګه د خپل اسرائیلي سیال بنیامین نتنیاهو مننه کوي چې هند ته یې د خپل وروستي سفر پر وخت د ښاغلي او د هند د راتلونکي لپاره د هغه د پلانونو ستاینه کړې وه.

د اقتصاد په برخه کې ښاغلی مودي ادعا کوي چې حکومت یې په تېرو درییو کلونو کې هغه څه ترلاسه کړي چې د کانګرېس حکومت په لسو کلونو کې ونشو کړای.

دی ټینګار کوي چې نړۍ اوس هند ته په درنه سترګه ګوري او د هند پاسپورټ اوس یو قدرمن سند دی.

لومړی وزیر مودي وایي چې په هند کې جمهوریت وده کړې او اوس آن یو نالوستی هندی هم کولی شي چې د وضعیت سمه ارزونه وکړي.

ايران ډېلي

ایران ډيلي ورځپاڼې د دې هېواد د مذهبي مشر آیت لله خامنه یي هغه خبرې راخیستي چې نوموړي ایراني هنرمندانو ته د نصیحت په توګه کړې دي.

نوموړي پر ایراني هنرمندانو غږ کړی چې باید د "دښمن دسیسو" ته ښه پام وکړي، او په دې خبره ځانونه پوه کړي چې د ایران پر ضد یوه نرمه جګړه پیل شوې ده.

دی وایي چې هنرمندان حق لري چې د خپل هنر پرمټ خپل احساس او ایدیالوژي څرګند کړي، خو دا دې نه هېروي چې اوسنی نظام د یو قوي انقلاب زېږنده دی، او هنرمندان دې داسې څه نه کوي چې د انقلاب ګټې په اوبو لاهو شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ايران مذهبي مشر آیت لله خامنه يي پر ایراني هنرمندانو غږ کړی چې باید د "دښمن دسیسو" ته ښه پام وکړي

نوموړي پر لیکوالانو، ممثیلنو او فلم جوړونکو غږ کړی چې هم په قول او هم په فعل کې دا ثابته کړي چې دوی اسلامي انقلاب او د ایران ملي ګټو ته ژمن دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې دښمن غواړي د درواغو او ناسمو تبلیغاتو په زور په ایران کې ګډوډي رامنځته کړي او د خلکو ذهنونه نارامه کړي.

خو د ده په وینا، هنرمندان کولی شي چې ایراني ولس ته حقیقت ور وښیي.

دی ټینګار کوي چې د ایران اسلامي نظام په تېرو څلوېښتو کلونو کې د بې شمېره قربانیو یو اوږد تاریخ لري چې باید سترګې پرې پټې نشي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې په ایران کې د اوسني اسلامي رژیم او نظام په اړه یو لړ لاریونونه ترسره شول.