د ډیسمبر درېیمه د معلولینو نړیواله ورځ

په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د جګړو له امله د معلولینو شمېر په کې نږدې یو میلیونو ته رسېږي. د ازادي راډیو خبرياله لېمه هادي په دې راپور کې مونږ د دوی له ستونزو او امکاناتو خبروي.

ټرمپ د ناټو تړون ۷۰ مې کلیزې مراسمو کې ګډون کوي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ او د هغه مېرمن ملاینا به نن، د سه شنبې په ورځ د ناټو تړون د اویایمې کلیزې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ګډون کوي. 

"ټرمپ افغانستان ته خپل سفر بریالی وباله"

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان ته خپل وروستی سفر بریالی وباله.

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

په افغانستان کې د تروريزم پر ضد مبارزه د ناټو هیوادونو د غونډې له بحثونو یوه موضوع ده. د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د بشري حقونو مدافعین او محصلین دې نه ځپي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.

څارونکي ادارې: که ټاکنیز بهیر کې ستونزې حل نه شي نو کړکېچ به زیات شي

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښنه لري، که د انتخاباتو په برخه کې راولاړې شوې ستونزې ژر حل نه شي، کړکېچ به لا زیات کړي.

د ټاکنو کمېسيون ولې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نشي اعلانولی؟

د انتخاباتو خپلواک کميسيون لا هم نه دى توانېدلى د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ابتدايي نتيجې اعلان کړي. 

د امریکايي پوهنتون خوشې شوي استاد: نا هیلی نشوم چې ژوندی پاتې شوم

د طالبانو له خوا برمته شوی، تیموتي ویکس وایي، نا هیلی نشو چې ژوندۍ پاتې شو

دفاع وزارت: افغان ځواکونو د مارجې ولسوالۍ ونیوله

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون، د نومبر په ۳۰مه، وویل چې د هلمند مارجه ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو ونیول شوه.

له طالبانو سره موافقې ته د رسېدو لپاره د ټرمپ هڅه

«ډانلډ ټرمپ یو وار بیا هڅه وکړه چې له افغان طالبانو سره موافقې ته ورسېږي.» دا د افغانستان په اړه د اکانومیسټ مجلې د لیکنې سرلیک دی. په دې لیکنه کې ویل شوي، له هغه وخته چې ولسمشر ټرمپ په سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره خبرې ودرولې، ډېر څه بدل شوي نه دي. مجلې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر یادونه کړې او لیکلي یې دي چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په بګرام هوايي اډه کې د شکر ایستلو په مراسمو ...

ولسي جرګې د سولې بهیر د بریا لپاره په اوربند ټینګار وکړ

د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسی جرګه هم وایي چې د سولې بهیر د بریا لپاره اوربند یوه حتمی خبره ده.

ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو بهیر کې ډلو او بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه ورکوو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د تېرې ورځې لاریون په غبرګون وایي، کمېسیون به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.

کرزی: د سولې د بهیر پر وړاندې ستر خنډ حکومت دی

د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی حکومت د سولې د بهیر پر وړاندې ستر خنډ بولي.

افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ ناببره سفر

افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ ناببره سفر د ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو پام ځان ته اړولی دی. واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، د ولسمشر ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ په دې سفر کې له ولسمشر سره ملګرې نه وه. د دې لیکنې په دوام کې د سپینې ماڼۍ د ویندوی سټیفاني ګریشام خبره یاده شوې، چې په دې سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره ملګری و. هغه افغانستان ته په اشارې ویلي چې خطرناک ځای دی او ولسمشر غواړي د ا...

له ایرانۍ فعالې مسیح علي نژاد سره ځانګړې مرکه

مسيح علي نژاد ایرانۍ خبرياله او سیاسي فعاله ده چې اوسمهال په امریکا کې د جلاوطنۍ ورځې شپې تېروي. ملالۍ بشير له مېرمن علي نژاد سره خبرې کړي. مرکه دلته وګورئ.

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د سولې خبرې به بیرته پیل شي. په عراق کې له پرون راهيسي شا او خوا پنځه څلوېښت کسان د لاریونو پر مهال وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more