آزادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې یوه برخه نن افغانستان ته ځانګړې شوې ده. ایران سږ کال دوه تورن کوچنیان اعدام کړي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو دلته وګورئ.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا: بیا د ملي یووالي په څېر حکومت د منلو نه دی

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا وايي، یوشمېر هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې ۲۰۱۴ میلادي کال سناریو تکرار شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون نن د بیومټریک معلوماتو لرونکو رایو تصفیه پيلوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن پنجشنبه (عقرب دویمه) د بیومټریک معلوماتو پر اساس د ثبت شویو رأیو د تصفیې بهیر پیلېږي. دغه کمېسیون په پام کې لري سمې او ناسمي رایې درېیو ورځو کې بېلې کړي.

ازادي ستوډیو

د ناټو عمومي منشي وایي په افغانستان کې د ناټو حضور د دې لپاره مهم دی چې طالبان سولې ته چمتو کړي. د دې سربیره به دلته وګورئ چې لندن ته څيرمه ۳۹ مړي موندل شوي، بربنډه نقاشي هم دلته لیدلی شئ.

د انتخاباتو کمیسیون د بیومټریک اطلاعاتو لرونکو رایو شمېر یو میلیون او ۹۳۲ زره اعلان کړ

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو انتخاباتو کې د کارول شویو معتبرو رایو شمېر شاوخوا دوو میلیونو ته راټیټ شو. دا هغه رایې دي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک اطلاعات یې ثبت شوي دی.

د نړۍ مهم ټلویزیوني خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

زلمي خلیلزاد د افغان سولې د پروسې په اړه د خبرو لپاره اروپايي هېوادونو ته سفر پیل کړی. د کاناډا د فدرال ټاکنو نتیجه ښيي چې جستن ترودو دویم وار هم صدراعظم کیږي. د جاپان نوی امپراتور ناروهیتو نن په تخت کیناست. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون کتلی شئ.

د ټاکنو کمېسیون د غړو ترمنځ اختلاف په اړه د څارونکو بنسټونو اندېښنې

د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره کوي او اندېښنه ښيي چې ګنې دا به د کمېسیون پر چارو منفي اغېز وکړي.

ټاکنو کمېسیون: "ډیجیټال سنټر" کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو تورونو ځواب ووایه چې ګنې دوشنبه شپه مهال یو شمېر سرتېرو او د کمېسیون کارکوونکو له‌خوا د معلوماتو ملي مرکز قفل مات شوی او په سیسټم کې لاس‌وهنه شوې ده.

خلک له څه وخت راهیسې د ضرورت پر وخت اعلان کوي؟

د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېبو کې» پروګرام د اعلان تاریخ ته ځانکړی شوی. په پیل کې به واورئ چې خلک له څه وخت راهیسې د ضرورت پر وخت اعلان کوي؟

څارونکي بنسټونه ټاکنو کمیسیون کې د ډیټا سنټر مهرولاک پر ماتېدو انېښنه ښي

د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د انتخاباتو کمېسیون د ډیټاسنټر د قفل پر ماتېدو اندېښنه څرګندوي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رئیس د ډېټا سنټر مهرولاک ماتېدل رد کړل

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب‌الرحمن ننګ هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمېسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع‌بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ورننوتي دي. ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه‌دی مات شوی. دی وايي: "بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه...

مهم ټلویزیوني خبرونه له ازادي سټوډیو

امریکايي چارواکوله افغان ولسمشرسره په لیدنه کې ټینګار کړی چې نه غواړي افغانستان بیا د تروریزم ځاله شي. هند او پاکستان بیا په کشمیر کې پریوبل حملې پیل کړي. د چیلي په مظاهرو کې اوه کسان وژل شوي. قرغزستان کې د چهارمغزو د ټولولو وخت رسیدلی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله: د ټاکنو کمیسیون د دوو چارواکو دندې دې وځنډول شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز یا "ډیجیټال سنټر" قفل مات کړی او ورننوتي دي.

تازه کړکېچ؛ هند او پاکستان یو بل ته د ځاني زیان اړولو ادعا کوي

د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د ملکیانو په شمول دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

حکمتیار: انتخابات دویم پړاو ته ځي او د موقت حکومت په موجودیت کې دې وشي

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزه ډله وايي چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.