پامپیو: امریکا د هسکې مېنې پېښه په کلکه غندي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، امریکا په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې او په دې هیواد کې له سولې او ثبات سره د مرستې لپاره پر ژمنې ولاړه ده. پامپیو په یوه بیان کې وویل، د افغانستان په ننګرهار کې پر یوه جومات پر لمونځ کوونکو حمله د هغو کسانو بې رحمي ښيي چې د انسان ژوند ورته اهمیت نه لري او د بې ګناه انسانانو پر ضد تاوتریخوالي ته دوام ورکوي. ده همداراز ویلي، د امریکا متح...

زرګونو تنو د سوریې پر شمال د ترکیې د حملې په اعتراض کې مظاهرې وکړې

زرګونو تنو په پاریس او د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اعتراض کې مظاهرې وکړې. د جرمني په کولن ښار کې د پروني لاریون تنظیموونکو د خپل هیواد له حکومته وغوښتل چې یوازې پر انتقاد بسنه ونه کړي او د ترکیې د پوځي عملیاتو پر ضد کلک ګامونه واخلي. د دوی په وینا د جرمني حکومت باید د ملګروملتو له امنیت شورا وغواړي چې پر ترکیې فشار راوړي. د هامبورګ، برلین، شوت...

ایسپر: له سوریې څخه به یو شمېر پوځیان عراق ته ولېږدول شي

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، له سوریې څخه شاوخوا زر ایستل کېدونکي امریکايي پوځیان به تر ډېره ښايي د عراق په لوېدیځ کې ځای پر ځای کړي چې د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې پر ضد په جګړې تمرکز وکړي. ایسپر پرون (شنبه) د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې، چې منځني ختیځ ته روانه وه؛ وویل، د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو د ایستلو سرعت یې د ورځو خبره نه ده بلکې د اوونیو ده. ده زیاته کړه، د عراق ...

"د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې یوه اوونۍ کې اعلانېږي"

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د تېر ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې به یوه اونۍ وروسته اعلان شي. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، په پام کې وه د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو پایلې تېره ورځ (میزان ۲۷مه) اعلان شي.

د امریکا د کانګریس پلاوی اردن ته لاړ

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ننسي پلوسي او په دې جرګه کې د دواړو ګوندونو ۸ نور غړي اردن ته تللي چې له پاچا عبدالله او نورو اردني چارواکو سره وویني. پلوسي په هغه بیان کې، چې پرون (شنبه) یې خپور کړ، ویلي چې د دواړو ګوندونو غړیو په داسې یوه وخت کې سفر کړی چې د دې سیمې د امنیت او ثبات لپاره حساس دی. اردن په منځني ختیځ کې د امریکا یو کلیدي متحد دی.  

یونس مهمند: بې ثباتي او امنیتي ستونزې د سوداګرۍ او پانګوونې لپاره غټې ننګونې دي

د ازادي راډیو د حقیقت څه دی په دې خپرونه کې مو د سوداګرۍ او پانګوونې د خونې له مرستیال محمد یونس مهمند سره په سوداګریزو مسایلو خبرې کړي دي.

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د ملګرو ملتونو وايي د روان کال جولای، اګست او سپتمبر میاشتې په افغانستان کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ وې. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر وايي: د ایران د تهدیدونو پر وړاندي به د اسرایل دفاع وکړي.

سید نظیم سیدي: سلیمان لایق د پښتو او دري بې جوړې مزاحمتي شاعر دی

د راډیويي مجلې دا ګڼه مو په ځينو هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده.

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

د امریکا مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته ولاړل څو د سوریې پر وضعیت له ترکي چارواکو سره وغږیږي. اربعین مراسمو ته په لار ۷۷ ایرانیان اکثراً ټرافیکي پېښو کې وژل شوي. د بالیووډ ستورو د وادونو د جامو نندارې وړاندې کړې. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

سرچینه: درې ورځې وروسته به د انتخاباتو قسمي پایلې اعلان شي

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې ته خلک په بې‌صبرۍ انتظار کوي، خو په کمېسیون کې یوه باوري سرچینه وايي چې په راتلونکې یوې اوونۍ کې به اعلان شي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان ښايي وځنډېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ښايي د میزان ۶مې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې پر خپل وخت اعلان نه شي. په پام کې وه چې کمیسیون د راروانې شنبې په ورخ (میزان۲۷مه) ابتدايي پایلې اعلان کړي.

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا مرستيال ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار او بهرنيو چارو وزیر ترکيې ته روان شول. په کشمیر کې درې سخت دريځي وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ځینو وزیرانو په ګډون سلګونه کسان څارنوالۍ ته ورپېژندلي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، د کابینې د ځینو غړو په ګډون یې سلګونه کسان د انتخاباتي درغلیو او جرایمو په تور، څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

"امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو ادارو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.

د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى. خو د دغه کميسيون د دارالانشا رئيس حبيب الرحمن ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو چې دا پروسه د سې شنبه تر ماښامه بشپړه شي. بلخوا د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن (چهارشنبه، میزان ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د رايو د انتقال پروسه لا هم رو...