ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

جان کېري: د اسرائیل - فلسطین د سولې معامله له جدي خطر سره مخامخ ده

​د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ یواځنۍ سوله ییزه حل لاره د دوو هیوادونو اسرائیل او فلسطین رامنځ ته کیدل له "جدي خطر" سره مخامخ ده.

د ننګرهار لبنیاتو فابریکه؛ ۳۵۰۰ لیتره شیدې په ورځ کې

په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو لومړنۍ فابریکه له مالدارو شیدي پیري او بازار ته یې وړاندې کوي.

ډیموکراتان د ټرمپ پر کابینې نیوکه لري

منتقدین وایې چې د ټرمپ د کابینې ځینې نوماندان په خپلو اړوندو چارو کې کاري وړتیا او تجربه نه لري.

په پخپله خوښه له جرمني نه د وتونکو مهاجرو د شمیر زیاتیدل

نژدې ٥٥ زره مهاجر چې په جرمني کې یې د پناه اخیستو شرایط نه درلودل او پناه غوښتنې یې رد شوی وې په تیر یو کال کې په خپله خوښه له هغه هیواد څخه وتلي دي.

مستغني: یوازې افغانستان تور لست کې د نومونو شاملولو او لرې کولو صلاحیت لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغان حکومت پرته بل هیڅوک د دې صلاحیت نه لري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو له لست نه د طالبانو نومونه لرې کړي.

جاهد: نهو میاشتو کې د طالبانو ډلې څلورسوه مهم غړي وژل شوي

د کورنیو چارو وزیر نن د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو د کړنو د ستاینې غونډې ته وویل، چې په تیرو نهو میاشتو کې دغو ځواکونو د وسله والو مخالفانو څلورسوه مهم وسله وال وژلي دي.

کابل کې په چاودنه کې د ولسي جرګې غړی ټپي شوی

نن د چهارشنبې د ورځې سهار په ۸:۳۰ بجو د کابل ښار په لویدیځه خوا کې یوه چاودنه شوې، چې د پولیسو د وینا له مخې د کابل په شپږمه حوزه کې د قلعه ناظر په سیمه کې شوې ده.

ټرمپ د خپل خیریه بنسټ په جنجال کې گیر دی

د نیویارک ایالت د لوی څارنوالۍ ویانده وایي د ټرمپ بنسټ د لوی څارنوالۍ تر پلټنو لاندې دی او تر هغه نه شي منحل کیدای چې قانوني پلټنې نه وي بشپړې شوي.

"ځاځی فئشن" نوښت ګڼئ که د فرهنګونو ټکر؟

نوید دا ډیزاینونه په ډیر خلاقیت د دوو جلا فرهنگونو، افغاني دود جامې او غربي فشن سره گډ کړي دي.

د مسکو غونډې په افغانستان کې د داعش د نفوذ په اړه خبرداری ورکړ

روسیې، چین او پاکستان خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش نفوذ مخ په پراخیدو دی او د دې هیواد امنیتي وضیعت خراب شوی دی.

په ترکیه کې د ټولنیزو رسنیو د څه دپاسه ۱۶۰۰ کارونکو نیول

ترکي مقاماتو په تیرو شپږو اونیو کې ۱۶۵۶ کسان په ټولنیزو رسنیو کې د ترهگرو سازمانو نه د ملاتړ او د هغه هیواد مقاماتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

روسیه، تاجکستان ته نور هوایي ځواکونه استوي

روسیه غواړي تاجکستان ته خپلې زیاتې هوایي قواوی واستوي او روسي مقامات د دوشنبې سره د یو هوایي ډگر څخه د گډې استفادې په هکله خبرې کوي.

افغان حکومت مسکو کې درې اړخیزې غونډې په جوړیدو ناخوښه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د روسیې د فدراسیون په پایتخت مسکو کې د افغانستان په اړه د نننۍ غونډې په جوړیدو اندیښمن دي.

کال ٢٠١٦ :د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بریاو کال

په کال ٢٠١٦ کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې د اولې درجې دریو سترو ټیمونو ته ماتې ورکړې.

جمهوري غوښتونکي د اوباما د صحي بیمې قانون فسخ کوي

واشنگټن د نوي کال په پیلیدیو سره د پراخو قانوني تعدیلونو لپاره چمتووالی نیسي. جمهوري غوښتونکې جې د سپینې ماڼۍ برسیره، د کانگرس د استازو په خونه او سنا کې هم اکثریت لري، ددې لپاره تیاری نیسي چې په بشپړ قوت سره د اوباما د وخت صحي بیمې قانون فسخه کړي. دغه قاون چې د له ډېرو نادندریزو بحثونو وروسته جمهور رئیس اوباما توشیح کړی و، په میلیونونو بې بیمې خلکو ته صحي بیمه ورکړله خو میاشتنۍ فیس یې راکم ن...

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more