په افغانستان کې داعش په سوریې او عراق کې د داعش سره مستقیم ارتباط لري

په افغانستان کې ناټو د ځواکونو قوماندان وايي چې په افغانستان کې د داعش حضور په سوریې او عراق کې د داعش د ډلې سره ارتباط لري.

پاکستان تر دوشنبې وزیر کډوالو ته د نوم لیکنې وخت ورکړ

پاکستان وايي چې د وزیرستان هغه کورنیو ته چې په افغانستان کې دي تر دوشنبې يې وخت ورکړی چې پاکستان ته دې د بیرته ستنیدیو لپاره نومونه ولیکي.

د عراق د بابل په ولایت کې به د تروریستانو کورونه وران شي

د عراق په مرکزي ولایت بابل کې د نوي قانون په اساس به د هغه چا کور وران شي چې د تروریزم جرم پرې ثابت شي.

د فرانسې ولسمشر د مذهبي مشرانو سره لیدلي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ نن په پاریس کې د مختلفو مذاهبو مشرانو سره ولیدل او د یو مسلمان افراطي په لاس د یو عیسوي پادري د وژنې نه پس پیدا شوي حالت باندې خبرې کړي. ښاغلي هولانډ د مذهبي مشرانو سره خبرو کې په هیواد د مذاهبو ترمنځ د یووالي اړه ټینگار کړیدی .هغه ویلي چې د تروریزم سره جگړې دپاره یو شریک هوډ ته ضرورت دی. د پاریس د یو ستر جومات امام دلیل ابوبکر  په دې غونډه کې د خبرو په وخت  و...

افغانستان له روسیې نه جنگي هلیکوپترې وغوښتل

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي افغانستان او روسیه په نظامي، سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلمنځي همکاریو ته پراختیا ورکوي.

مسکو: د امریکایي دموکراتانو ایمیل مو نه دی هک کړی

کرملین د چارشنبې په ورځ هغه ادعاوی رد کړې چې گواکې روسیې د امریکا د متحده ایالاتو د دموکرات گوند ایمیلونه هک کړي دي.

ولسمشر اوباما به د ډیموکراتانو په کنوانسیون کې څه ووايي

نن په فلادلفیا کې د ډیموکرات ګوند د ملي‌کنوانسیون درېیمه ورځ ده، ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما به مهم وینا واوري.

پاکستان څخه افغانستان ته د داعشیانود ورتګ مخنیوي غوښتنه

د د فاع وزارت وايي، چې د پاکستان له پوځ یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ننوتلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

بل کلنټن: هیلري‌ کلنټن زړه وره او تغیر راوستونکې ښځه ده

د ډیموکراتانو د ملي کنوانسیون په دویمه ورځ بل کلنټن وینا وکړه او خپله میرمن هیلري‌ یې جمهوري‌ریاست ته مناسبه کاندیده وبلله.

ډیموکراتانو هیلري‌ رسمآ د امریکا جمهوري‌ ریاست ته کاندیده کړه

د امریکا په فلادلفیا کې د ډیموکرات ملي‌ کنوانسیون د جمهوري‌ ریاست لپاره هیلري‌ کلنټن خپله رسمي‌کاندیدنه اعلان کړه.

امریکایي مسلمانان په انتخاباتو کې گډون ته هڅول شوي

مسلمان مشران وایی چې په مشیگن، ورجینیا، مني سوټا او د کیلي فورنیا په ایالتونو کې د مسلمانانو رایي مهم نقش لرلې شي.

نړۍ په ٦٠ ثانیو کې

نړۍ په ٦٠ ثانیو کې

د ماشومانو پر روغتیا د زیات تلویزیون کتلو اغیز

هغه ماشومان چې زیات وخت د تلویزیوني خپرونو په لیدلو تیروي، ښایي د هډوکو کوچنۍ کتله ولري او په زړښت کې تر ډیره د هډوکو د پوچوالي له درکه له خطر سره مخامخ شي.

په جرمني کې کډوال تر سخت څار لاندې دي

په یوه اونۍ کې د څلورو خونړیو بریدونو نه وروسته چې دوه یې د داعش کسانو وکړل، د جرمني چارواکو نن د سه شنبې په ورځ د امنیت د لا ټینگولو او د پناه غوښتونکو د لا ډیر څارلو ژمنه وکړه. په دې ناڅاپي بریدونو کې ټول لس کسان ووژل شول او لسگونه نور ټپیان شول. اوس هغو اندیښنو یو ځل بیا زور اخیستی چې جرمني ته په تیر کال کې ننوتي یو میلیون پناه غوښتونکې کیدای شی ددې هیواد لپاره امنیتي سرخوږی جوړ کړي. د ب...

ولی د هیلري‌ کلنټن د میړه وینا مهمه بلل کیږي

ټاکل شوې چې د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون په دویمه شپه د امریکا مخکنی ولسمشر بل کلنټن خبرې وکړي.