د ملالې ورځ او افغانستان کې د نجونو زده کړو حالت

د ملالې ورځ، د ښوونې و روزنې د لمانځنې په دې نړيواله ورځ افغان او پښتني کورنۍ وينو چې لا هم نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي. نجما ځلا د ملالې د ورځ په پلمه په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته کتنه کړې.

برني سنډرس د هیلري کلنټن سره خپل ملاتړ اعلان کړ

د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات د ګوند دواړو کاندیدانو په نیوماپشیر کې وکتل او برني سنډرس خپل ملاتړ د هیلري کلنټن سره څرګند کړ.

افغانستان ايرلنډ ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه

افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ بلفاسټ کې له ايرلنډ سره خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه په ۳۹ منډو وګټله. افغان لوبډلې لومړی منډې وکړې، او ايرلنډ ته يې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. خو د ايرلنډ ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې په ۲۱۱ منډو وسوځېدله.

پاړاچنار کې د پاکستان پیپلز ګوند سیمه ییز مشر وژل شوی دی

نامعلومو کسانو د قبایلي سیمو ( فاټا ) لپاره د پاکستان پیپلز ګوند استازی حامد توری په خپل کور کې په ډزو وژلی دی. یوه ځايي چارواکي ویلي پېښه په پاړه چنار کې رامنځته شوې.

یو باز د ماشوم تښتولو هڅه کړې

استراليا كې د ژویو او مرغانو یوه نندارتون پر مهال یوه باز د ماشوم تښتولو هڅه وکړه. عیني شاهدان وايي باز د ماشوم په سر منګولې خښې کړې او د هغه د پورته کولو هڅه یې وکړه.

ایټالیا کې دوو اورګاډ‌و ټکر کړی

د ایټالیا سویل کې دوو اورګاډو مخامخ ټکر کړی، چې پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه.

اروپا ته د مهاجرینو د تگ شمیره کمه شوې

اروپایي مقاماتو ویلي دي چې اوس د یونان پر ځای ایټالیا د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ورتگ په لومړۍ لیکې بدله شوې ده.

'ملټي ویټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'

يوه نوې څېړنه ښيي، چې ملټي وټامن درمل د مېندوارو مېرمنو لپاره کومه ګټه نه کوي، بلکې د څېړونکو په خبره دغه چاره یوازې د پېسو ضایع کول دي. دوی وايي، مېندوارې مېرمنې باید د مناسبو خوړو تر څنګ فولیک ایسډ او وټامن ډي وخوري، چې دا وايي ورته خورا اړین دي.

کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۱۰ طالبان د لویدیځ ولایت فراه او څلور نور یې په سوېلي ولایت هلمند کې وژل شوي. په وژل شویو کې د طالبانو یو نومول شوی قاضي هم شامل دی چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې خپلو درېیو ملګرو سره لمنځه تللی.

ګوتې رودل یا نوکان ژوول؛ د حساسیت ګواښ کموي؟

یوې نوې علمي څېړنې ښودلې، هغه ماشومان چې خپلې ګوتې روي یا خپل نوکان ژويي، د الرژۍ یا حساسیت له خطر سره یې مخامخېدل کم وي.

د افغان پولیسو لپاره د روزنې پروګرام

له ۲۰۰۲ کال راهیسې جرمني حکومت د افغان پولیسو روزنه پر غاړه اخیستې ده. کریم حیدري په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره د دغې پروګرام په څرنګوالي خبرې کړي دي.

د امریکا میشیګن محکمه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي

د امریکا میشیګن ایالت د یوې محکمې د ننه یوه وسله وال کس دوه پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. محکمه کې بندي د پولیس وسلې ته لاس وراچولی او ډزې یې کړې دي.

عبیدالله: د یونیم کال راپه دې خوا کوپراتیف نه دی راکړل شوی

درنو اورېدونکو د انصاف په لټه کې دا خپرونه د هلمند ولایت د یو اوسیدونکي د پولیسو د متقاعد افسر عبیدالله د کوپراتیف ...

غني او کارتر د امریکايي پوځيانو د نوي ماموریت په اړه وغږیدل

د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون په تړاو د ولسمشر باراک اوباما د وروستې پریکړې په هکله توضیحات ورکړل.

د ننګرهار په خوګیاڼو او اچین کې ۱۲مخالفین وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې په خوګیاڼو او اچین ولسوالۍ کې د دولس ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شوېو کې نهه طالبان او څلور د داعش جنګیالي دي. خوګیاڼي وایي، دغه کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.