مذهبي اقلیتونو ته د هند د تابعیت ورکولو پر ضد مظاهرې
په هند کې یو شمېر خلکو د هند د هغې تصویب شوې لایحې پر ضد مظاهرې کړي دي چې غواړي د مذهب په اساس اقلیتونو ته د هند تابعیت ورکوي.
په هند کې یو شمېر خلکو د هند د هغې تصویب شوې لایحې پر ضد مظاهرې کړي دي چې غواړي د مذهب په اساس اقلیتونو ته د هند تابعیت ورکوي.
د امریکا ولسي جرګې او د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې موافقه وکړه چې ۷۳۸ میلیارده ډالره بودیجه به تصویبوي.
د امریکا د دفاع وزارت هغه رپوټ ردوي چې گواکې لوړپوړو امریکایي چارواکو په عمدي توگه د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په هکله خلکو ته تیرایستونکي معلومات ورکړي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پیري مایدون وايي، د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي" یوناما" وايي، د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کیدو په برخه کې د پرمختګونو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د داسې مذاکراتو غوښتونکی دی، چې پایله یې په واقعي معنا د جګړې پای ته رسېدل او تلپاتې سوله وي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وايي، جګړه په پراخه توګه د بشري حقونو نقضولو لامل شوې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په هکله د اسیا زړه- استانبول بهیر اتمه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز سره پر سوله او سیمه ییز پیوستون خبرې وکړې. د اسیا زړه غونډه کې ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، باید له افغان ولس او حکومت سره مرستې او ملاتړ له بل هر وخت ډېر شي.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې دولتي اسناد خپاره کړي چې له مخې یې لوړپوړو امریکایي مقاماتو د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په هکله په بې حده خوشبینانه ویناو خلک تیرایستلي دي.
کوچني ماشومان د موبایلونو غږ، رنګونه او رڼا خوښوي خو ډاکټران وایي چې په موبایل کې ډېر وخت تیرول د ماشومانو د مغزو د ودې لپاره ښه نه دي.
امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر پخوانیو محرمو اسناد په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته بیا بیا درواغ ویلي دي. د یوې فدرالي پروژې موندنو ښودلې ده چې امریکایان اصلاً په افغانستان نه پوهېدل
په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا مړی نن د جاپان فوکوکای ښار ته ورسېد. مالیزیا د پولیو لومړۍ پېښه ثبت کړې ده. د سږ کال د ښایست ملکه یوه جنوبي افریقايي شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د اف بي ای پلټونکي هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا د سعودي د شاهی هوای ځواک ٢١ کلن دوهم بریدمن محمد الشمراني یوازې و او که د یوې لویې توطیې یوه برخه وه و.
د یوې نوې څیړنې نتیجو ښودلې ده چې د ویښتانو دوامداره رنگول او د ویښتانو د غونجو د لرې کولو او صافولو لپاره په پرله پسې توگه د کیمیایي موادو نه استفاده کول د سینې په سرطان د اخته کیدو خطر رامنځ ته کوي.
د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې رئیس ویلي چې په چین کې د اویغور مسلمانانو د ځورولو راپورونه ریښتیا نه دي او یواخې د چین بدنامولو او په دغه هیواد د فشار راوستلو یوه لاره ده.