د طالبانو لخوا بیول شوي د سولې ولسي حرکت ۲۵ غړي لاهم تري تم دي

د سولې د ولسي حرکت د هغو شاوخوا پینځه ویشتو غړو په اړه لا هم مالومات نه دي راوتلي، چې د دغه غورځنګ د غړو په وینا، وسله والو طالبانو پینځه ورځې وړاندې په هېلمند کې له ځانه سره بېولي دي. دغو کسانو د تېر کال په څېر سږکال بیا هڅه کوله چې د سولې په پار د طالبانو د ولکې سیمو ته هم ورشي او په خبره یې د سولې غږ خلکو ته ورسوي.

افغانستان کې د اسټرالیایي‌ ځواکونو چلند په اړه لیکنه جنجالي شوې

اسټرالیا پولیسو په سډني ښار کې د دغه هېواد د ملي راډیو ټلویزیون (اي بي سي) مرکزي دفتر ته ورغلي او د دویمې ورځې لپاره د دوو خبریالانو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کوي. پولیسو دغه پوښتنې ګروېږنې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند په تړاو د یوې لیکنې په تړاو دي

خامنه يي: د امریکا د پېړۍ معامله به کامیاب نه شي

د ایران مذهبي مشر ایت الله سید علي خامنه يي د اختر لمانځه وینا کې وویل، د پېړۍ معامله په نوم د امریکا پلان به هیڅکله هم کامیاب نه شي. ښاغلي خامنه يي د هغو عربي هېوادونو او فلسطیني ډلو مننه وکړه چې له دې پلان سره یې مخالفت کړی دی.

د پاکستان پوځ د دفاعي لګښت د کمولو اعلان وکړ

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د دې پرېکړې هرکلی کوي چې وايي په خپله خوښه د راتلونکي مالي کال بودیجه کې کموي. ویل کېږي د پاکستان د تېر مالي کال کې بودیجه کې د دفاع لپاره ۱۱ سوه میلیارد روپۍ ځانګړې شوې وې.

کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او شري لنکا لوبه د باران له کبله درول شوې

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن افغان کرېکټ ملي لوبډلې او شري لنکا تر منځ لوبه روانه ده. د کارډېف سوفیا ګارډن لوبغالي کې د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې شري لنکا ته د توپوهنې یا بټېنګ بلنه ورکړه. د لوبې له پیله مخکې ګهیځ وختي کارډېف کې باران وشو او د لوبې پیل پر مهال هم اسمان وریځو نیولی و.

ولسمشر غني: طالبانو د افغانانو هیلې بابیزه وګڼلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې وویل، افغانانو هیله لرله "که طالبانو په روژه کې اوربند ونه کړ، نو په اختر کې خو به یې وکړي، خو په بده مرغه هغوی د خلکو دې هیلې ته په درنه سترګه ونه کتل.‌

د خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي کې د برتانیا دوه میلیارده پانګونه

د برتانیا د انرژۍ شرکت انیوس ویلي، د برتانیا د حکومت له مشورې وروسته د سعودي عربستان د انرژۍ برخه کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کوي.

پېښور پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ختمولو هڅه کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وایي، نن دوشنبه ماښام پولیسو هڅه وکړه چې د حیات اباد په فېز ۳ چوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ روان پرلت ختم کړي. د غورځنګ غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته وویل، پولیسو د دوی څو مشران نیولي او نور یې ژوبل کړي، خو پرلت لا هم روان دی

کابل: د اداري اصلاحاتو کمېسیون پر موټر برید کې مرګژوبله اوښتې

په کابل کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون وايي د کارکوونکو پر کاسټر ډوله موټر یې چاودنه شوې چې مرګژوبله یې اړولې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د پنځو کسانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ژوبلېدو تایید کړی.

"ایران ته د سولې وړاندیز په څېر د امریکا بهرنیو چارو وزیر څرګندونې"

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي امريکا له ايران سره پرته له مخ شرطه خبرو اترو ته چمتو ده. ښاغلي پمپيو دا څرگندونې سويزرلنډ (سويس) ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې کولې. سويزرلنډ (سويس) له ١٩٧٠ م کال راهيسې چې د امريکا د تهران سفارت کارکوونکي يرغمل شول، ايران کې د امريکا د ډيپلوماټيکو گټو استازيتوب کړى.

هلمند: د سولې ولسي کاروان د طالبانو سیمې ته ورسېد

په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت لسګونه غړي، چې درې ورځې وړاندې د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالۍ موسا کلا ته روان شوي ول تر ۶۰ کیلومتره پلي مزل وروسته، نن د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته ورننوتل.

افغان سولې بهیر: خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی

د افغان سولې له پاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد د افغان سولې د بهیر د ګړندي کولو لپاره نن یکشنبه اسلام اباد ته رسېدلی دی. نوموی به روانه مياشت قطر کې له طالبانو سره د خبرو بل پړاو پيل کړي. ښاغلي خليلزاد د خپل دغه روان سفر اصلي موخه د افغان سولې د بهير گړندي کول ښوولې

کابل کې درې چاودنې؛ یو کس وژل شوی او ۱۷ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار دوه برخو کې درې پرلپسې چاودنې شوي. د وزارت په خبره، لومړۍ چاودنه د میرویس میدان (کوټه سنګي) سیلو سیمه کې د سړک ترمنځ ګلدان کې شوې. ددوی په خبره دویمه چاودنه بیا همدغه سیمه کې د یوه پوهنتون اړوند کاسټر ډول موټر کې شوې.

د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې د موخو تر لاسه کولو تر مهاله پر جګړه ټینګار

طالب مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل اختريز پیغام کې ویلي، تر څو چې د دغې ډلې موخي نه یي ترلاسه شوي جګړې ته دوام ورکوي. د طالبانو مشر دغه پیغام په افغانستان کې د شونې اوربند په تړاو هیلې مړاوې کړې دي. ملا هبت الله پر امریکايي لوري غږ کړی چې د سولې په خبرو کې صادقانه عمل وکړي.

کرېکټ نړیوال جام ۲۰۱۹: د افغانستان او اسټرالیا تر منځ لوبه

انګلند او ویلز کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او اسټرالیا تر منځ چې له خپلې مخکینۍ اتلولۍ دفاع کوي، برسټول لوبغالي کې سیالي لږ وروسته پیلېدونکې ده. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه ده. اسټرالیا له دې مخکې دواړه تمریناتي لوبې ګټلې دي. افغانستان د دغې لوبې پچه ګټلې او د توپوهونې یا بېټینګ پرېکړه یې کړې ده.