د اوزبکستان د دیکتاتور له مړینې وروسته د مرکزي اسیا د بې ثباتۍ ویره

درې دیپلوماتیکو سرچینو د رویټرز خبري آژانس ته د جمعې په ورځ تائید کړه چې د اوزبکستان جمهور رئیس اسلام کریموف د ۷۸ کلونو په عمر د مغزي سکتې له امله مړ شو.

پېښور او مردان کې بريدونه

د خیبر پښتونخوا په پېښور او مردان کې د دوو بېلابېلو بریدونو له امله لږ ترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي. چارواکي وايي مردان کې پر محکمې بريد کې ۱۲ تنه وژل شوي. بلخوا په پېښور کې د عيسويانو پر سيمه (کرسچين کالونۍ) بريد کې څلور بريدګر وژل شوي

جمهور رئیس غني: د سر په بیعه اصلاحاتو ته دوام ورکوم

جمهور رئیس غني د ملي یووالي په حکومت کې د اصلاحاتو له روان بهیر څخه یو ځل بیا ملاتړ کړی او ویلي دي، که دا اصلاحات هغه ته د سر په بیعه هم تمام شي ورته به دوام ورکړي.

د سامسنګ ګلیکسي نوټ ۷ پلور درول شوی دی

د سویلي کوریا تکنالوژي کمپنۍ سامسنګ ویلي بېټرۍ کې د نیمګړتیا له کبله یې د ځېرک موبایل نوي ماډل ګلیکسي نوټ ۷ پلور درولی. په امریکا او سویلي کوریا کې د چارجنګ پر مهال د دغو موبایلونو چاودنې له رپوټونو خپرېدو وروسته د دغه موبایل پلور منع شوی دی.

په پېښور او مردان کې بمي چاودنو ۱۷ کسه ووژل

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د مردان په سيمه کې له یوې محکمې سره نږدې په ځانمرګي بريد او د پېښور د عیسویانو د اوسېدو په سیمه (کرسچن کالوني) کې په یوه بله ترهګریزه حمله کې د پولیسو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۱ کسه نور ټپیان شوي.

د نېزې وهنې افغان لوبغاړی پارا المپیک سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د نېزې وهنې یو تن لوبغاړي د لومړی ځل لپاره د برازیل د ریو ښار د پارا المپیک په سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د معلولینو فدراسیون رئیس کبیر خوشبین نن ازادي راډیو ته وویل چې نعیم دراني له پنځو پلاویو سره په دغو سیالیو کې ګډون کوي. د ښاغلي خوشبین د معلوماتو له مخې د پارا المپیک نړیوالۍ سیالۍ تر راتلونکو شپږو ورځو پیلېږي.

د ازبکستان دولت: د ولسمشر کریموف روغتیایي وضعیت "کړکېچن دی"

د ازبکستان دولت په یوه بیانیه کې ویلي؛ ددې هېواد ولسمشر اسلام کریموف مغزي سکته کړې او روغتیایي وضعیت یې "کړکېچن دی". ځینو سرچینو ویلي، احتمال لري چې ولسمشر مړ شوی وي او دولت د هغه ځایناستي تر ټاکل کېدو ددې خبر له رسمي اعلان نه ډډه کړې وي.

WFP وايي، افغان جګړې د دوی په کارونو هم ناوړه اغېز کړی

د خوړو نړيوال سازمان یا "ډبلیو.اېف.پي" وايي چې په افغانستان کې روانې جګړې د دوی په کارونو هم ناوړه اغېز کړی. د دغه سازمان عمومي مشرې ارټارین کازین کابل ته د یوه څلور ورځني سفر په پای کې نن خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د "ډبلیو.اېف.پي" تقریباً ۱۰ فیصده کارونه د روانو جګړو له امله ټکنۍ شوي دي. مېرمن کازین زیاته کړه: "ګڼې ننګونې موجودې دي، له هغې جملې په افغانستان کې روانې جګړې دي چې موږ...

کابل کې د خواجه رواش ښارګوټی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

افغانستان کې د کور جوړونې ترټولو ستره پروژه د پلازمېنې کابل په شمال ختیځ سیمه خواجه رواش کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه ۷۸ بلاکونو کې ۲۰۱۴ اپارتمانونه لري.

ډبلیو ایف پي: افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي

ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د نړیوالې تولنې د مرستو پر کموالي اندېښنه ښودلې.

د حبیب الله کلکاني د بیاځلې ښخولو مراسم ترسره شول

د افغانستان د پخواني پاچا حبیب الله کلکاني د مړي بیاځلې ښخولو کمیسیون ویلي، د تېرې ورځې تر شخړې وروسته چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او پنځه نور ټپيان شول د کلکاني د ښخولو مراسم تېره شپه د شهرآرا غونډۍ کې ترسره شول.

پېښور او مردان کې ځانمرګو بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور او مردان سیمو کې په دوو بېلابېلو ځانمرګونو بریدونو کې لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي. د پېښور برید مسوولیت له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلی خو د مردان پړه لا چا پر غاړه نه ده اخستې.

ملانیا ټرمپ د جنسي کار ادعاوو په تړاو محکمې ته شکایت کړی

د ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ له یوې بریتانوۍ ورځپاڼې او یوه امریکایي لیکوال نه ددې ادعا خپرولو په تړاو شکایت کړی چې هغه ۱۹۹۰ لسیزه کې جنسي کارګره وه. د مېرمن ټرمپ وکیل چارلز هارډر دا ادعاوې "بشپړ درواغ" بللي او د ۱۵۰ میلیون ډالره جبران غوښتنه یې کړې.

غور کې لاهم د تښتولو شويو مسافرو برخلیک معلوم نه دی

په غور ولایت کې د پنځو تښتول شویو مسافرو د برخلیک په اړه تراوسه هیڅ راز معلومات نشته. د غور پولیس وايي چې د دې کسانو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي دي. وسله‎والو طالبانو پرون د غور ولایت په دولت‎یار ولسوالۍ کې له یوه موټر څخه پنځه تنه مسافر کښته کړل او له ځان سره یې بوتلل. د غور د امنیې قومانداني وايي، تښتول شوي مسافر د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ او د بامیان ولایت اوسیدونکي وو.

د پاکستان پوځ: د داعش سلګونه مشکوک غړي مو نیولي

د پاکستان پوځ وایي شاوخوا ۳۰۹ کسان یې نیولي او دا شک پرې کیږي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې غړي به وي.