ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

بروکسل ناسته کې میلیارد ډالري مرستو ته د افغانستان هیله مندي

د افغانستان حکومتي چارواکو د بروکسل نړیوال کنفرانس کې ګډون ته چمتووالي ښوولی او هیله یې څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه افغانستان سره د پاموړ مرستې ژمنه وکړي. دا کنفرانس د ۱۰۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون د اکتوبر په څلورمه او پنځمه بلجیم کې جوړېږي.

په سوریه کې د یاغیانو تر ولکې لاندې روغتون باندې بمبار شوی

په سوریه کې د خیر ښېګڼو د چارو کارکوونکي وايي د شنبې په ورځ د سوریې په حلب کې د یاغیانو تر ولکې للاندې سیمې کې یوازینی لوی روغتون باندې بمبار شوی دی

د ډیلي او اسلام اباد ترېنګلتیا: د هند پوځ مشر کشمیر کې خپلو پوځیانو سره کتلي

د نوي ډیلي تر ادعا وروسته چې کشمیر کې د پولې پورې غاړې د پاکستان کنټرول لاندې سیمه کې یې عملیات کړي، اسلام اباد ددې ادعا ردولو لپاره یو شمېر خبریالان همغې سیمې ته یوړل. بلخوا نن د هند د پوځ مشر ددغو ترینګلتیاوو په لړ کې کشمیر کې هندي پوځیانو سره کتلي.

کندهار او هلمند کې حامد کرزي په ملاتړ پراخه غونډې شوي

کندهار کې د دوهمې ورځې لپاره لاریون کوونکو د کابل- کندهار او کندهار – هرات لاره پخواني جمهورئیس حامد کرزي ته د سپکاوي په اعتراض کې د یو څه وخت لپاره بنده کړې وه.

"پر حلب د بریدونو مخنیوي لپاره دې امنیت شورا چټکه مداخله وکړي"

د فارس خلیج عربي هېوادونو د سوریې پر حلب ښار د بریدونو مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چټکې مداخلې غوښتنه کړې. د راپورونو له مخې پرون دغه ښار کې پر یوه روغتون دوه بېلري بمونه وغورځول شول. ملګري ملتونه وايي، تېره اونۍ حلب کې ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي.

د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفی وکړه

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي نن سهار د ولایت مقام په کرزي تالار کې د رسنیو او لسګونو قومي مشرانو په حضور کې له خپلې دندې استعفی اعلان کړه.

نیویارک ټایمز: ښایي ټرمپ دوه لسیزې مالیه نه وي ورکړې

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه اونۍ پاتې دي، ځینو امریکایي رسنیو د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له مالیاتي مخینې په اړه ځینې جزییات خپاره کړي چې کېدای شي ددې څرګندوی وي چې هغه په تېرو دوو لسیزو کې دولت ته مالیه نه ده ورکړې.

واشنگټن پوسټ: فارک یاغیان په لومړي ځل د خوب نرمو کټونو او آیفون ته لاسرسی مومي

واشنگټن پوسټ د کولمبيا کې د سولې له تړون وروسته د فارک ياغيانو ژوندانه کې رامنځته کېدونکي بدلون ته کتنه کړې او "په دې پوهېږئ چې په جگړه کې د شلو کلونو تېرول څنگه وي؟" تر سرليک لاندې ليکلي؛ دغه ياغيان په لومړي ځل د خوب نرمو کټونو او آى فون ته لاسرسى مومي.

نیکولسن: فساد سره مبارزې لپاره باید افغان پولیس قوي شي

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې اړتیا ده څو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې افغان پولیس لا غښتلي شي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا خبره تېره ورځ جنرال جان نیکولسن د کورنیو چارو له وزیر تاج محمد جاهد سره په یوه لیدنه کې وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. د بیان له مخې د کور...

ایراني رسنۍ: ایران د هوايي بریدونو لپاره ډرون جوړ کړی

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې تهران د هوايي بریدونو لپاره ډرون یا بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې ده.

د حیواناتو د غړیو نه د جوړو شویو شیانو د کاروبار د مخنیوي تازه هڅې

په چین کې یوه اداره کوښښ کوي چې د هغو خلکو مخه ونیسي چې په انټرنیټ کې د حیواناتو د بدن د غړیو نه جوړ شوي تولیدات خرڅوي.

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

په بریتانیا کې داسې یو ګاډی جوړېږي چې راتلونکی کال به د سرعت نړیوال ریکارډ مات کړي. د ټیکنالوجۍ لویو شرکتونواعلان وکړ چې د مصنوعي پوهې د پرمختګ لپاره به یو ځای کار کوي دا او نور په زړه پورې خبرونه ميرويس میاخېل په کلېک کې راټول کړي دي.

کلې کې بې سرپرسته کډوال ماشومان

د کلې هغه کمپ چې د ځنګله په نوم هم یادېږي د زرګونو کډوالو کور دی خو اوس یې د فرانسې چارواکي غواړي ونړوي. یوې مرستندویه ټولنې د هغو کوچنیانو په اړه اندیښنه ښوولې چې هلته ژوند کوي

د کشمير لانجه

پاکستان او هند کشمير کې د کنټرول کرښې پر سر يو پر بل د ډزو تورونه پوري کوي هر لوری ادعا کوي چې یوازې یې د ډزو ځواب ویلی. د دې اوونۍ به لومړیو کې ډیلي ويلي وو، پوځ یې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې پر اورپکو عملیات کړي وه.

افغانستان کې تر "يو ميليون ډېر خلک استوګنځای ته بېړنۍ اړتيا" لري

په افغانستان کې تر یو مېلیون زیات خلک استوګنځای ته بېړنۍ اړتیا لري. که څه هم شخصي شرکتونو ځینې ودانۍ جوړې کړي خو د لوړو بیو او کمزوي اقتصاد له امله یې ډېر افغانان د رانیولو وس نه لري او په کرایي کورونو کې ژوند کوي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more